روغتیا

د پښو بدبویۍ له منځه تلو لپاره څه باید وکړئ؟

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸ کب، ۱۳۹۸ل): د روغتیا د برخې کارپوهان وايي چې په بدن او په ځانګړې توګه په پښو کې ځینې باکتریاوې پوستکی تخریبوي او له پوستکي څخه وتونکي خولې ماتوي چې د خولو د حالت د بدلون لامل ګرځي، په پایله کې یو ډول بد بوی تولیدیږي، کارپوهان د دې بوی ځینې لاملونه تل د یو ډول بوټونو په پښو کول، نظافت ته نه پاملرنه، په بدن کې هارموني تغیرات، تشویش او ډیره خوله په ګوته کوي.

د پښو بدبویي یو له ځورونکو او د خلکو ترمنځ شرموونکی بوی ګڼل کیږي چې زیاتره خلک ترې کړیږي، خو زیات یې د مخنیوي په چل نه پوهیږي. ددې لپاره څه باید وکړئ؟

ددې لپاره چې د پښو بوی مو له منځ ولاړ شي په ځواب کې، د جرمني د پوستکي ډاکټره انګرید شموکیل وایي، تاسې کولی شئ د پښو ناوړه بوی له منځه تلو لپاره د صابون او اوبو په واسطه په منظم ډول پریمنځئ، بیا یې په سمه توګه وچ کړئ په ځانګړي ډول د ګوتو منځونه، ځکه چې په دې سره شته باکتریاوې له منځه ځي.

ډاکټره شموکیل زیاتوي چې د پښو خولې پاکونکي (Deodorant) استعمالول هم مهم دي، کوم چې په لوړه کچه الومونیوم لري او د پښو زیاتې خولې مخه نیولی شي، ځکه چې په پښو کې د بدن نور هرځای په پرتله د خولې زیات مرغړي موجود وي.

ددې سربېره د پښو بدبویۍ مخنیوي لپاره د بوټانو او جرابو بدلول هم اړین دي، ځکه چې یو ډول بوټان او جرابې دوه ورځې پرلپسې اچول په ځانګړي توګه د ګرمۍ په موسم کې هم د پښو بدبویۍ لامل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x