نظــر

د خبریال ورځ نن‌ټکي‌ اسیا ته مبارک!

جمال پشتون

هېواد ته د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو له چپاو سره لسګونه ټلویزیونونه، سلګونه راډیوګانې او همداسې سلګونه چاپي خپرونې پیل شوې. ژورنالیزم تر ټولو ډېر خوښوونکی مسلک شو او خبریالان د لوکسو دفترونو تر څنګ د ښو معاشونو لرونکي او د کورنیو او بهرنیو لوړپوړیو چارواکو مېلمانه شول. ویلی شو چې د رسنیو د زیاتېدو له نظره یو مطبوعاتي انقلاب راغی. خو یوه پوښتنه هېچا نه کوله چې د افغانستان په څېر یوه دېرش تر پنځه دېرش میلیونه نفوس لرونکي هېواد لپاره د دومره شمېره رسنیو شتون رښتیا هم اړتیا وه؟ دا پوښتنه ځکه نه کېده چې رسنیز کار لپاره پروژې وې، بهرنی ملاتړ و، امتیازات وو او هر اړخیز سیاسي او پوځي ملاتړ.

مګر یو شی نه و. هغه څه نه و چې ټولو یې دعوه کوله او هغه ازادي وه! زما یو خبریال ملګري کیسه کوله چې د هېواد یوې مخکښې ورځپاڼې کې د پښتو برخې ايډېټر و.

یوه ورځ د ملکي افغانانو یو بس پر یوه ماین برابر شوی و. خبر کې راغلي و چې طالبانو یې مسوولیت نه دی منلی. ملګری کيسه کوي چې د ورځپاڼې مسوول ویل چې دا کرښه ترې لرې کړم. ایډیټر ورسره استدلال وکړ چې ولې دا برخه لرې شي؟

باید د طالبانو سایټ وکتل شي که یې مسوولیت منلی وي وبه لیکو چې طالبانو په غاړه اخیستې او که یې نه وي منلې همداسې باید ولیکل شي. خو مسوول پر خپلې خبرې ټینګار کاوه او اخر مجبوره شو چې په خپله راوړاندې شي او دا جمله له خبره لرې کړي!

مشت نمونه ای خروار! دا حالت نژدې ټولو رسنیو کې حاکم و. رسنۍ «ازادې» وې؛ خو سرې کرښې رښتیا هم سرې وې، د غني هغو غوندې نه وې. ټولو رسنیو یوه خبره، یو منطق او یوې داعیې ته تبلیغات کول. دغه حالت هر هغه افغان ته ځوروونکی و چې حاکمې ژبې سره یې جوړه نه وه، خپله خبره یې درلوده او خپل منطق یې و. د دغسې خبریال، لیکوال او د نظر خاوند ځای چندان نه و. چا طالب باله، چا توندلاری، چا افراطي، چا د پنجاب په غلامۍ او څه و څه….

دغسې ظاهري ازادۍ کې چې په حقیقت کې د اختناق دوره وه، بل فکر او بل دریځ ته کومې رسنۍ چندان لېوالتیا نه درلوده. بل فکر په تور او تهمت محکوم و.

له یوې خوا انټرنیټ مخ په خپرېدو شو او له بلې خوا یو شمېر نوښتګر او ازادفکره ځوانانو هڅې پیل کړې چې دا مطبوعاتي اختناق او جال مات کړي او ازادفکرو لیکوالو او د نظرخاوندانو ته مجال ورکړي. نن ټکی اسیا یو له هغو سایټونو و چې په اول ځل یې د حاکم فکر له خوا خور شوی جال وشلاوه او د ټولنې اکثریتي فکر ته چې هېچا یې د نظر خپرولو ته سټېچ نه ورکاوه، فرصت ورکړ.

دا به ۲۰۱۰ کال و چې زه د نن ټکي اسیا لیدونکی او لوستونکی شوم او دا دی نن د همدې سایټ له خوا د خدمت د راکړي فرصت له امله نن په کې لیکنې کوم او په ټولې ازادۍ سره خپل نظر او لیدلوری له هېوادالو سره شریکوم.

خو د نن ټکي اسیا پیل او مزل هم څه عادي کار نه و. دا لار هم ډېره اغزنه، له پېچومو او کږلېچو ډکه وه. د بیان د ازادۍ د کڼوونکو شعارونو په منځ کې نن ټکي اسیا سره خبري همکاري په بند محکومه وه.

د نن ټکي اسیا خبریالان د هېواد په ګوټ ګوټ کې تل د امنیتي ادارو له سترګو ځانونه ساتل او هره شېبه له هر ډول ګواښ سره مخ ول. خو دې ټولو دا هر څه وګالل، خو لار یې پرېنښوده.

خبري همکارۍ خو لا څه چې چا نن ټکي اسیا سره قلمي همکاري هم درلوده نژدې ملګرو به ورته مخلصانه مشوره ورکوله چې له دې کاره تېر شي که د سر خیر غواړي.

په هېواد کې دننه د تهدیدونو تر څنګ د نن ټکي اسیا د وېب پاڼې د بندولو هڅې په ډېره لوړه کچه وشوې. خو د معلوماتو د انقلاب په دې دور کې هېڅ لوری ونتوانېد چې د نن ټکي اسیا وېب پاڼه یې د میلیونونو لوستونکو او مینه والو له سترګو لرې کړي.

د نن ټکي اسیا د فېسبوک پاڼې له بار بار بندولو باوجود هم نن په هېواد له مخکښو پښتو وېب پاڼو څخه ده. که د نن ټکي اسیا منابع او د سیالو سایتونو منابع پرتله کړو، دا په بشپړ انصاف سره ویلی شو چې نن ټکی اسیا په ټولو پښتو پر لیکه رسنیو کې مخکښه ده. دا ټول د دې ملي وېب پاڼې د مدیر نوښت، د خبریالانو تعهد او د مسوولیت احساس ښيي.

نن چې د خبریالانو ورځ ده د دې ورځې مبارکي د هېواد ډېرو نورو خپلواکو ژورنالیستانو او د نظرخاوندانو تر څنګ د نن ټکي اسیا بنسټګرانو، ټولو مسوولینو، ملاتړو، خبریالانو او قلمي همکارانو ته ورکوم.

له دې فرصت څخه په استفادې په ټولو ملي شخصیتونو، ټولنو او سوداګرو غږ کوم چې د نن ټکي اسیا مالي لاسنیوی وکړي تر څو دغه د وطن د ازادۍ او خپلواکۍ معقول او منطقي غږ لا ډېر لوړ شي او تر ډېرو ورسېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x