ورزش

مشهور مسلمان ستوري «سادیو مانی» کرونا ځپلو سره د مرستې اعلان وکړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸ کب، ۱۳۹۸ل): د لیورپول لوبډلې مشهور ستوري سادیو مانی د فوټبال په نړۍ کې په ځانګړې خاکسارۍ او غوره اخلاقو شهرت لري چې د نوموړي عاجزي په ټولنیزو رسنیو کې تل د مینوالو د بحث وړ ګرځېدلې وي.

مشهور مسلمان ستوري سادیو مانی په خپل هېواد سینیګال کې د کرونا ویروس ځپلو لپاره د مرستې اعلان وکړ.

سادیو مانی نه یوازې یو ښه فوټبالر دی، بلکې ددې سربېره هغه په نړۍ کې په ځانګړو ښو اخلاقو، عاجزۍ او بشري ارزښتونو ساتلو نړیوالو ته غوره پیغامونه ورکړي دي.

مانی د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د مرستې لپاره (۴۱۰۰۰) پاونډه چې نږدې ۴۰ لکه افغانۍ کیږي اعلان وکړ، هغه په یوه ویدیویي پیغام کې خپلو هېوادوالو ته وویل چې دغه ویروس جدي ونیسي، پر وړاندې یې مقاومت وکړي او په مخنیوي کې یې جدي ګامونه پورته کړي.

سادیو مانی اوسمهال په خپله سیمه بمبالي کې د روغتون، مسجد، ښوونځیو او سپورتي لوبغالو چمتو کولو کې مرسته کوي.

نوموړي په خپله سیمه کې د ښوونځي جوړولو لپاره ۲۵۰زره پاونډه مرسته کړې، او په منظم ډول د خپلو پروسو لیدنه کوي، دغه راز سادیو مانی په خپل کلي کې له هرې کورنۍ سره میاشتنۍ ۷۰ پاونډه مرسته کوي.

د نوموړي له مشهورو ویناو څخه:

«زده کړه خورا مهمه ده، دا هغه څه دي چې تاسو ته په هر ډګر کې بریا درکوي».

«هیڅکله نه غواړم تر څو لس فراري موټرې، دوه ځانګړې الوتکې او ۲۰ د الماسو ساعتونه ولرم، دا به زما لپاره څه ګټه وکړي، زه غواړم ښوونځي، مسجدونه او سپورتي لوبغالي ودان کړم، غواړم د خپل بېوزله ولس لپاره جامې، بوټان او خواړه چمتو کړم، ما زده کړې نه دي کړي، خو څه چې لرم او د فوټبال له لارې ګټم په مرسته یې کولی شم د خپلو خلکو مرسته وکړم».

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close