افغانستان

د کرونا ويروس؛ اروپايي ټولنې په افغانستان کې د اوربند غوښتنه کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸ کب، ۱۳۹۸ل): افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ويلي، په افغانستان کې د کرونا ويروس د خپرېدو وېره مخ پر زياتېدو ده او د دې لپاره بايد اوربند وشي.

د اروپايي ځانګړي استازي رونالډ کوبيا په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، هر افغان له کرونا ويروس څخه د خونديتوب حق لري او د دې لپاره بايد تر ټولو مخکې اوربند وشي.

نوموړي غوښتنه کړې، چې پر مرستندويه ټولنو دې لګېدلې ماليې ختمې شي، تر څو اغېزمنو سيمو ته په اسانه توګه مرستې ورسول شي.

تر دې وړاندې د هرات ولايت چارواکو هم غوښتنه کړې وه، چې د کرونا ویروس د خپرېدو مخنيوي په موخه دې اوربند وشي، تر څو د طالبانو تر واک لاندې سيمو کې هم روغتيايي ټيمونه په اسانه فعاليت وکړی شي.

په افغانستان کې د کرونا ويروس د مثبتو پېښو شمېر ۲۲ ته رسېدلی، چې ډېری يې په هرات ولايت کې دي.

په افغانستان کې د کرونا ويروس د خپرېدو لامل له ایرانه راستانه شوي، افغان کډوال بلل کيږي؛ ځکه تر دې وړاندې په ایران کې د کرونا ویروس زرګونه کسان اغېزمن کړي وو.

طالبانو هم اندېښنه ښودلې، چې په حکومتي زندانونو کې د دوی زرګونه بنديان د روغتيايي اسانتياوو نه شتون له امله د کرونا ویروس له ستونزو سره مخ کېدای شي او غوښتنه يې کړې، چې بشري ټولنې بايد په دې اړه ګامونه پورته کړي.

په عين حال کې حکومت هم ويلي، دوی د طالبانو په زندانونو کې د خپلو بنديانو په اړه اندېښنه لري او غوښتنه يې کړې، چې طالبان بايد د نړیوالو بشري ټولنو په مرسته د کرونا مخنيوي لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

که څه هم حکومت ويلي، د بنديانو روغتيايي چارو لپاره د نړیوالو ټولنو په مرسته هر ډول اسانتياوې برابروي، خو د کرونا ويروس د مخنيوي لپاره حکومت تر اوسه کوم پلان نه دی جوړ کړی.

د هرات ولايت چارواکي وايي، هغه ۳۸ کسان، چې د کرونا د شک له امله په روغتون کې قرنطين وو، تېره ورځ له روغتونه تښتېدلي دي.

حکومت تر اوسه د دغو کسانو د نیولو په اړه څه نه دي ويلي، خو که دا تښتېدلي کسان بېرته روغتون ته راستانه نه شي، ښايي په ټول هېواد کې د کرونا ويروس د خپرېدو لامل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x