افغانستانروغتیا

عامې روغتیا وزارت: هیڅ «خصوصي روغتون او لابراتوار» د کرونا ازموینې حق نه لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸ کب، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې په هېواد کې خصوصي روغتونونه او لابراتوارونه له اجازې پرته د کرونا ویروس د تشخیص کولو حق او واک نه لري.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار نن د چهارشنبې په ورځ د حوت په ۲۸مه په یوه خبري ناسته کې اعلان وکړ چې خصوصي لابراتورونه نشي کولای په خپل سر او د حق او واک نه لرلو پرمهال د کرونا ویروس کسانو ازموینه ترسره کړي.

مایار زیاتوي چې د کرونا ویروس ازموینه باید په لوړې بیولوژونکي خوندیتوب کچې لرونکي لابراتوارونو کې ترسره شي. د نوموړي په وینا، په ځینو ځایونو کې له فرصت د ګټې اخیستنې په پار ددې ازموینو لپاره لابراتورونه پرانیستل شوي چې مخنیوی به یې وشي.

د وحیدالله مایار په وینا، د عامې روغتیا وزارت هیڅ کوم ارګان ته د کرونا ویروس د ازموینې او تشخیص واک نه دی ورکړی او نه هم دوی ته د جواز صادرولو حق ورکوي.

دا په داسې حال کې چې ویل کیږي د هېواد په بېلا بېلو برخو کې عامه لابراتوارونه د کرونا ویروس ازموینې ترسره کوي او په بدل کې ترې زیاتې پيسې اخلي، چې د عامې روغتیا وزارت یې ناقانونه عمل ګڼي.

بل پلو د عامې روغتیا وزارت خبر ورکوي چې هېواد کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې، خو بالعکس یو کس له دغې ناروغۍ څخه روغ او بیرته کور ته لیږدول شوی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند په یوه خبري ناسته کې نن د چهارشنبې په ورځ وویل، له ۳۴۰ مشکوکو قضیو څخه یې چې د عامې روغتیا مرکزي لابراتوارونو  ته رسیدلي ۲۷۳ قضیې منفي، خو یوازې ۲۲ مثبتې موندل شوي، او د ۴۵ تنو ازموینې بیا کتنه کیږي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په هېواد کې مشکوکې پېښې ۲۳ ولایتونو پورې تړلي خو ډیرې یې په هرات او کابل کې پیژندل شوي دي.

وحیدالله مایار دا هم وویل چې پر کرونا ویروس یو اخته کس چې د دایکندي ولایت اوسیدونکی و له روغتون څخه تښتیدلی، خو هویت یې له پولیسو سره شریک شوی او د نیولو هڅې یې روانې دي.

د عامې روغتیا وزارت مشر فیروز الدین فیروز ویلي، چې کرونا ویروس اوس یو ملي ګواښ ګرځېدلی او په اړه یې جدي ګامونو او مبارزې ته اړتیا لري، د نوموړي په وینا د عامو خلکو له مرستې پرته پر دې قابو راوستل شوني نه دي.

اوسمهال ایټالیا یوازینی هېواد دی چې د کرونا ویروس ورځنۍ زیاتې پيښې په کې ثبت کیږي او د مړینو شمېر یې هم له دوه نیم زرو پورته شوی دی، ددغه هېواد ټول ستر ښارونه بشپړ تړل شوي دي.

باید وویل شي چې په افغانستان کې د حمل میاشتې تر ۳۰مې نیټې ټول تعلیمي مرکزونه (خصوصي او دولتي) د کرونا د مخنیوي په پار تړل شوي دي.

پاکستان له افغانستان سره هر ډوله لارې تړلي، خو بلخوا هره ورځ له ګاونډي هېواد ایران څخه له ۱۵زرو زیات کډوال هېواد ته راستنیږي چې ددې قضیې په اړه ستر ګواښ ګڼل کیږي. ایران تر دې دمه له ۱۶زرو زیاتو پېښو پخلی کړی چې له کبله یې نږدې ۱۰۰۰ تنه مړه شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x