افغانستان

غور کې د سړک د غاړې ماین چاودنې یوولس تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸ کب، ۱۳۹۸ل): د غور ولایت په مرکز «فیروزکوه» کې د سړک د غاړي ماین چاودنې یوولس ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې.

د غور ولایت د والي ویاند «عارف عابر» ازادي رادیو ته ویلي، مرګ ژوبله نن سهار وروسته له هغه رامنځته شوه کله چې یو فلاینکوچ موټر د سړک د غاړې ماین ته سیخ شو.

د عابر په خبره، د ولسي وګړو پر موټر د غور-هرات پر لار باندې د فیروزه کوه اړوند تیغ ګلزار سیمه کې چاودنه شوې، چې له امله یې  د موټر چلوونکی  وژل شوی او لس ولسي وګړي نور ټپيان دي.

د نوموړي په قول، ټپیان یې روغتون ته رسولي او د دوو ټپيانو روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ نه دی.

تر دې دمه د پېښې مسئولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx