نظــر

ولې به دې ستاینه وکړم؟

عزام حقاني

١٨ کاله یې د ټرمینالوژۍ او مصطلاحاتو تحریف وکړ.

د افغانانو په عقایدو، اخلاقو او افکارو یې د صلیبي خونکارانو ښکاره بریدونه قومانده کړل.

د ذهني انحراف او یرغمل جوړونې مأموریت یې په اخلاص سره ترسره کړ.

په مسلمانه ټولنه کې یې د غرب د مادیت او مطلقه حیواني آزادۍ پر بنسټ ولاړ تمدن او فرهنګ نشر کړ.

په افغاني پتمنه او مستوره جامعه کې یې فحشاء او بدلمني، بد اخلاقي او لنډغري ته د ښځو د حقوقو، آزادي او مساوات تر نومونو لاندې تشهیر او ترویج ورکړ.

باحیاء په کورونو کې ناستې مؤمنانو باندې یې د غرب د وحشیانو تیری توجیه او یا هم سانسور کړ.

پر افغان خاوره او د افغان پر ټاټوبې یې د غربي وحشیانو بربنډ یرغل او تجاوز د ترهګرۍ په خلاف د امریکایانو حق تمثیل کړ.

له جهان نه ناخبره سپین ږيری بابا، مظلومې ښځې او واړه معصوم ماشومان چې په کروز، کلسټر او د مور بمونو باندې اشغالګرانو په هیڅ جرم او ګناه سوځولي وه دوی تروریستان دنیا ته معرفي کړل.

په توره نیمه شپه کې یې زما د ورور او کاکا پر کور د واشنګټن او اروپا د وحشي انسانانو هجوم او وحشت د هغه حق وباله.

زما د مظلومیت، محکومیت او اسارت په چیغه یې خندا او تمسخر کړی.

زه یې دنیا او دونیاوالو د انسان وژونکی او دهشتګر معرفي کړی وم.

زما د فطري او طبعي آزادۍ له غاصبینو سره یې ١٨ کاله زما د فکري او اخلاقي وژنې قرارد او نوکري وکړه او لا هم دوام لري.

زما د ګران هېواد پر حریم یې د فرعوني لښکرو یرغل ته د بشر دوستۍ او همکارۍ نومونه کار کړل.

زما د دفاع مشروع په نوم مبارزه یې ترهګري او استخباراتي جګړه تمثیلوله.

زما د ارزښتونو د لیلام په اعلام کې یې ١٨ کاله ونډه درلوده.

زما مظلوم، محکوم او ناخبره ملت ته یې یرغلګر او تجاوزګر دوستان او د آزادۍ او استقلال د اعادې مجاهدین تروریستان، پنجابیان او وران کاران معرفي کول.

زما جهاد او د حربي کافر وژل یې انسان وژنه او دهشت تعریفاوه خو د اشغالګرو وحشت او بمبار یې د ترهګرو وژل او د امنیت د تأمین اساسي لار بلله.

ولس ته یې ١٨ کاله د غرب ارزښتونه، اخلاق او فرهنګ د تمدن او پرمختګ په نوم ابلاغ کړل او اسلامي اصیل فرهنګ او عقاید یې مسخره کړل.

د اشغال په وړاندې د ولس له منځه راپورته شوی مقاومت یې په بېلابېلو ناوړه نومونو یادوه.

خو پر یرغل او اشغال یې سترګې پټې، غوږونه کاڼه او ژبې ګونګۍ وې.

زه به څنګه دویته مبارکي او یا یې ستاینه وکړم، دوی ول چې زما پر کور، دین، عزت، مال او وطن یې یرغل توجیه او اجازه ورکوله او زما د زهن د غلام جوړونې او د یرغلګرو په وړاندې د حساسیت ورکولو دنده پر مخ وړلې.

دوی زموږ ټول مصطلاحات او ارزښتونه پایمال او تحریف کړل.

د خبریالۍ او غږ رسونې سپېڅلی مسلک یې بدنام کړ.

د ځوان او نوي نسل د زهني انحراف ورسپارل شوی کرایي مسؤلیت یې په اخلاص ترسره کړ.

د اشغال د تمدید له اساسي اسبابو نه یو هم بې بندوباره غربي رسنۍ او همدا خبریالان وو.

د مظلوم غږ یې په ستوني کې بنداوه خو ظالم ته به یې د ظلم لارې صفا کولې.

دویته به څنګه د خبریال د ورځې په مناسب مبارکي ورکړو؟

که مو ډېر ښه ورسره وکړل په تیرو جنایتونو به یې سترګې پټې کړو او بس.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx