دیني، سیرت او تاریخ

کرونا ویروس «کووید ۱۹»

احمد الله عاطفي
کرونا ویروس(کووید ۱۹) ټوله نړئ پرېشانه او وارخطا کړې، مادي قوتونو، چې ستر پوځي او اقتصادي ځواک په اختیار کې لري اوپه ذروي وسلو سنبال دي ،بي وسي او ناتوانه کړي.

افواه خورول:
هره بې ګټې او له حقیقته لرې افواه خورول ګناه او جرم دی چې  خلکو ته تشویش او سرګرداني پیداکړي.

هر چا چې دا افواه (چې ګواکې په قرآنکریم کې درسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) ویښته لیدل شوی او یا لیدل کیږي)  عمداً، ټوکو او یا بل هرڅه موخه ئې چې درلوده خوره کړې، ذلیل عمل ئې کړی ګناهګار دی، ځکه ځینو خلکو دمحبت،  ناپوهۍ او یا دتبلیغ تر اغیزي داسي ټوټکو ته مخه کړې چې وخت ئې ضایع شوی، پرته له تاوانه ئې هیڅ ګټه نه ده ترلاسه کړې اونه په داسي چارو دناروغۍ درملنه کیږي.

په همدي اساس له تاسو ټولو ورونو او خویندو مې هیله ده چې د داسي تبلیغاتو تر اغیزې لاندې رانه شئ، چې تاسو له درملني بې پروا کړي او صحت ته مو زیان ورسیږي، بلکه په هغه لار ښوونو عمل وکړئ چې د صحت عامې مؤظفینو لخوااعلانیږي، ډاکټران توصیه کوي او ځانګړي ادارو مؤظفین مو په دې برخه کې لاس نیوی کوي.

په قرآنکریم کې دویښتو لیدل:
په قرآنکریم کې دویښتو لیدل او په هغه دشفا خبر…
کوم حکم او یا مسئله چې په قرآنکریم ، نبوي احادیثو او شریعت کې اساس ونه لري ، خلکو ته تشویش پیدا کول او بیلارې کول مردود دی، لکه په قرآنکریم کې دویښتو لیدل او بیا دهغه په ټوټکو درملنه او شفا تر لاسه کول بې ځایه او له شریعت سره کوم اړخ نه لګوي بلکه مخالف عمل دی.

دا یوه طبیعي خبره ده چې دانسان دسر، ګیرې او بدن د نوروغړو ویښته رژیږي او دا معمول دی،څوک چې قرآنکریم تلاوت کوي او یا هر بل کتاب مطالعه کوي په نالیدلي توګه ئې ممکن هلته درژیدلو ویښتو یو تار پروت وي، دا ویښته سیدنا رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) ته منسوبول  او بیا پردي ویښتو دکرونا یا بلې ناروغۍ درملنه ناپوهي ده او که عقیدتاً څوک دا کار کوي ،عقیده ئې روغ نه پاتې کیږي توبه د وکړي.

او د خپلې کړې ګناه کفاره د په ذکر، صدقه او استغفار جبران کړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close