شعـــــرونه

د پيرمحمد کاروان نوی غزل

پير محمد کاروان

سترګې یې تورې بې رنجو دي که رانجه تمام دي
بده خو داده د غریبې چې اوړه تمام دي

وخ پر کټ کټ خوږه خندا دې ورته تیږه اېښې
جنګه غل ګنه له ماشوم نه دې خواږه تمام دي

سترګو ته واچول واړه واړه کولپونه اوښکو
په دغه کلي کې بس یو بل ته کاته تمام دي

دا سړیچنې شپې له خلکو وچ لرګي جوړوي
مګر په اور ځانونه و سوځي سکاره تمام دي

مېرمن د جهل واخلم څه یې کړو بندي په لومو
چې پروازونه مو د فکر د مارغه تمام دي

د سیاست مېښه مو خوري لکه د شنو شوتلو
بیا هم رمباړې وهي وایي چې واښه تمام دي

در سره څه ناڅه غزلې خو شته وایې وروه
نه چې کاروانه ستا د لارې ښکلي مله تمام دي
کاروان
۲۸ حوت ۱۳۹۸ هجري شمسي کابل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x