
کرونا ويروس؛ حکومت له طالبانو سره اوربند ته چمتووالی ښودلی
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸ کب، ۱۳۹۸ل): د اشرف غني سلاکار وحيد عمر ويلي، حکومت د اروپايي ټولنې هغه وړانديز منلو ته حاضر دی، چې د کرونا ويروس له امله دې په افغانستان کې اوربند وشي.
ښاغلي وحيد عمر په خپل ټويټر پيغام کې پر طالبانو هم غږ کړی، چې خپل بریدونه ودروي، تر څو روغتيايي ټيمونه په اغېزمنو سيمو کې خپل فعالیت وکړی شي.
نوموړي زياته کړې: «طالبان بايد پوه شي، چې موږ د کرونا له امله له یوه بشري وضعيت سره مخ يو او دوی بايد خپل بریدونه ودروي، تر څو روغتيايي ټيمونه وکولی شي، د افغانستان په ټولو سيمو کې فعاليت وکړي.»
وحيد عمر دا څرګندونې افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي رولانډ کوبيا د هغه وړانديز په ځواب کې کړي، چې د کرونا ویروس له امله دې په افغانستان کې اوربند وشي.
We welcome the EU call for a ceasefire on humanitarian grounds. Taliban should know that we are dealing with a humanitarian situation caused by the Corona virus. They need to stop their attacks and allow health workers to reach to vulnerable people in all parts of Afghanistan.
— Waheed Omer (@Waheed_Omer) March 18, 2020
تر هغه وړاندې د هرات ولايتي چارواکو هم له طالبانو غوښتي وو، چې د کرونا ويروس د خپرېدو مخنيوي په موخه دې اوربند وکړي.
طالبانو ويلي، د کرونا ويروس د مخنيوي لپاره له نړيوالو روغتيايي مؤسسو سره ته همکارۍ ته تیار دي.
په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد سهيل شاهين ويلي، د دوی د صحت کميسيون د روغتيا له نړيوالو مؤسسو سره د کرونا ويروس د مخنيوي لپاره همکارۍ ته حاضر دي، خو د اروپايي ټولنې او د کابل حکومت له لوري د اوربند وړانديز په اړه يې تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.
Shame on you
کرونا پ خاطر دی توله ده طالبانو زندانیان ازاد سی او طالبان دی هم اوربند وکی ان شاالله بین الفغانی مذاکرات هم شروع سی اوکه کرونا پ خاطر اوربند غوشتنه کوی او زندانیان نه ازادوی دا به طالبانو خطا وی چی اور بند به کوی
حکومت، حکومت … ؟؟؟؟؟؟ حکومت له کومه شو ، که حکومت شتون لرلی د خپلو خلکو ، خاوری او خپلواکی څخه به یی د فاع کولی دوی خو خپل خلک د نورو اشغلګرو دپاره وژنی او د خپلی خاوری او خپلواکی سودا یی ورسره کړی په مقابل کی یو څو دالرو او چوګی یی ترلاسه کړی حکومت د خلکو له خوا د خلکو د ستونزو د هوارولو او دفاع د پاره وی دا یوه غلامه اداره ده د اشغلګرو له خوا د د اشغلګرړ د ګټو د باره جوړه شوی ده غلامه اداره به د بادارانو به قومانده به د… نور لوستل »
دونه بشر دوسته دی چی اوربند غواری نو اول دی بندیان را ازاد کی چی بیا به اوربند او ده صلح خبری شروع کیژی ان شاالله
آيا په رختيا كورونا وايروس همدومره هلاكونكي ده سومره چ ورته اشتهارات كيژي؟ كه مونگ تر اوسه پوري د كورونا ويروس له امله د مريني كچه وگورو چ تقريبا دري مياشت يي له خكاره كيدلو پوره كيژي نو ددنيا په لر او بر كي ايله سلور زره كسان وژلي دي او تر يو لكو پوري انسانان پدي ويروس اخته شوي چ تر نيمايي پوري بيرته روغ شوي هم دي نو اوس كه مونگ ددي مقابل كي د نورو مصيبتونو په سبب چ كوم هلاكتونه رامنزته كيژي د هغه اندازه وگورو نو په زرگونو چنده زياته ده چ د مثال په… نور لوستل »
په نوم كورونا (اوس لكه اوبه خرول او كبان رانيول شو )هر يو خپل سياسي گتي تري اوچتوي