افغانستان

کورونا ویروس؛ طالبان وايي، روغتیايي او بشري ادارې دې ددوی تر واک لاندې سیمو ته اړین توکي ورسوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸ کب، ۱۳۹۸ل): په داسې حال کې چې د کرونا ناروغي تر نیمې نړۍ په زیاته برخه کې خوره شوې او ورځ تر بلې یې د اغېزې لمن پراخېږي، طالبانو په همدې موقع ولس، سوداګرو او نړیوالو مرستندویه ډلو ته ځیني سپارښتنې کړې.

د طالبانو له لوري په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې کرونا ناروغي دالله جل جلا له له خوا یوه مقدره ناروغي ده؛ نو ځکه مسلمان ملت ته ښایي، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له لارښوونو سره سم عمل وکړي، ماثوره دعاګانې ولولي، د قران تلاوت او استغفار وکړي او صدقي او خیراتونه ورکړي.

دوی ددې ترڅنګ یاده کړې، چې ولس باید روغتیاپالانو له سپارښتنو سره سم عمل وکړي او ټول هغه تدابیر چې د طبي علوم د پوهانو له لوري یې توصیه کېږي، باید عملي شي.

د اعلامیې په بنسټ، مسلمانان باید په الله توکل ولري او دالله د دین احکام پرېنږدي؛ ځکه ددوی په قول، وارخطایي ډیروي او روحي نا ارامتیا راولي.

طالبانو له دې سره، سره په بشري او روغتیایي ادارو غږ کړی، چې ددوی تر واک لاندې سیمو ته درمل او نور اړین توکي ورسوي او ژمنه یې کړې، چې د هغوی تګ راتګ به مصئون وي او زمینه سازي به ورته کېږي.

د طالبانو په اعلامیه کې د هیواد سوداګر مخاطب شوي او وریاده شوې، چې په دې سخت حالت کې د ولس لاسنیوی وکړي، بې ځایه ګټه ونکړي او د توکو بیې لوړې نکړي.

یاده دې وي، چې کرونا د افغانستان په ګډون د نړي په ۱۵۰ هیوادونو کې خوره شوې، زرګونه خلګ یې وژلي او سلګونه زره نور ورباندې اخته دي.

په افغانستان کې تر دې دمه ددې ناروغۍ ۲۲ مثبتې پېښې ثبت شوې؛ خو لا تر دې دمه د کوم ناروغ د مرګ خبر نه دی ورکړل شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x