افغانستاند سولې څارسولې اړوند خبرونه

خلیلزاد: امريکا غواړي، له ژمنې سره سم د بنديانو د خلاصون چارې پيل شي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸ کب، ۱۳۹۸ل): د افغانستان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپلو تازه ټويټر پيغامونو کې ويلي، متحده ايالتونه غواړي له طالبانو سره د ژمنې له مخې د بنديانو د خلاصون چارې پيل شي او تر اوسه هېڅ بندي نه دی ازاد شوی.

خلیلزاد زياته کړې: « هغه وخت راغلی دی چې د بنديانو د خلاصون چارې پيل شي»

د خلیلزاد په وينا طالبانو ژمنه کړې، چې له بنده خلاصېدونکي زندانيان به بېرته د جګړې ډګر ته نه ځي او که داسې وشي، دې سره به د سولې بهیر زيانمن شي.

نوموړي د بنديانو د خلاصون په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې طالبانو په خپلو مکررو څرګندونو کې غوښتنه کړې، د بین الافغاني خبرو له پيل مخکې بايد د دوی پنځه زره بنديان امريکا ته د سپارل شوي نوملړ له مخې خوشې شي او په مقابل کې به يې دوی هم زر حکومتي بنديان خوشې کړي.

د اشرف غني په مشرۍ د کابل اداره د بنديانو د خلاصون په اړه ضد او نقیض څرګندونې کوي.

د امريکا او طالبانو له تړون وروسته اشرف غني ويلي و، چې د بنديانو خلاصون له بین الافغاني خبرو مخکې ناشونی دی او دا يې سره کرښه بللې وه، خو تېره يکشنبه يې وويل، بنديان په تدریجي ډول خوشې کوي او وړمه ورځ يې يو ځل بيا د بنديانو د خلاصون بهير د ځنډولو اعلان وکړ.

د چارو کارپوهان وايي، حکومت د بنديانو د خلاصون پر وړاندې ځنډ او خنډ رامنځته کوي، خو امريکا له طالبانو سره د ژمنې له مخې د بنديانو خلاصون غواړي.

د کابل پريس کلب مشر او ازاد خبريال قریب الرحمن شهاب تېره شپه له شمشاد ټلویزون سره په خبرو کې وويل، حکومت مسؤولانه چلند نه کوي، د بنديانو د خلاصون په اړه ضد او نقیض فرمانونه صادروي.

ښاغلي شهاب زياته کړې، چې امريکا له طالبانو سره د بنديانو د خلاصون ژمنه کړې، پر حکومت د فشار په پایله کې به بنديان ازاد او بین الافغاني خبرې پيل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x