افغانستان

عبدالله عبدالله وایي، پاکستان دده په غوښتنه د چمن-بولدک لاره پرانستې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸ کب، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت پخوانی اجرائیه رییس «عبدالله عبدالله» چې ځان اوس د همه شموله حکومت ولسمشر بولي، له پاکستان مننه کړې، چې دده په غوښتنه یې د چمن-بولدک لاره پرانسته.

له سپېدار ماڼۍ څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې عبدالله عبدالله له پاکستان مننه کړې، چې دده په غوښتنه یې د چمن-سپین بولدک لاره د افغان سوداګرو او سوداګریزو توکو په مخ پرانستې.

نوموړي زیاته کړې، چې افغان سوداګرو له ده سره د لیدنې په مهال د لارې د بندېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه او څرګنده کړې یې وه، چې د لارې د تړل کېدلو له امله افغانستان هره ورځ تر دوه میلیونه ډالر زیان ویني.د عبدالله په خبره، ده دا موضوع د پاکستان له سفیر سره شریکه کړې وه او هغه ورته ډاډ ورکړی، چې پیغام به یې تر لومړي وزیر «عمران خان» پورې رسوي، چې بالاخره د نوموړي له لوري نن د چهارشنبې په ماځیګر مثبت ځواب راغلی او لاره پرانستل شوه.

یاده دې وي، چې د چمن-سپین بولدک لاره له تېرو دوو اوونیو راپدېخوا تړل شوې وه، چې له امله یې سلګونه مسافر بند پاتې وو او لا هم څرګنده نه ده، چې دا لاره د عامو مسافرو په مخ هم پرانستل شوې که نه؟

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close