افغانستان

امریکا: افغان مشران دې ملي وحدت ته لومړیتوب ورکړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،۲۹ کب، ۱۳۹۸ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، افغان مشران دې ملي وحدت ته لومړیتوب ورکړي او د  ولس د یو موټي کېدو ساتنه دې وکړي.

د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې «الیس ویلز» په خپل ټویټر باندې افغان مشرانو ته د ملي وحدت ساتلو توصیه کړې او تر څنګ یې زیاته کړې، چې موازي حکومت د شخړې حل نه دی او افغانانو ته زیانمن تمامېدای شي.

د ویلز په خبره، د حکومتولي په سر اختلافات باید نور پای ته ورسېږي.

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانکړي استازي «زلمي خلیلزاد» هم د روان سیاسي کړکېچ د پای ته رسولو غږ کړی او روان بحران یې د امنیت او خلګو په زیان بللی.

امریکا داسې مهال د سیاسي کړکېچ د حل غږ کوي، چې عبدالله عبدالله او اشرف غني دواړه تر دې دمه د ولسمشرانو له مؤقفونو څخه غږېږي.

بل لور ته د کابل سیاسي فضاء داسې وخت کړکېچنه شوې، چې بین الافغاني مذاکرات هم له ټاکلې مودې اوښتې او د بندیانو د خلاصون مسئله لا هم په ځای باندې پاتې ده.

که څه هم د عبدالله عبدالله او اشرف غني تر منځ په پرلپسې ډول منځګړو په ځانګړي ډول زلمي خلیلزاد تګ راتګ کړی؛ خو ویل کېږي، لا یې هم پایله نه ده ورکړې.

د عبدالله عبدالله په مشري د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټکټ د کمپاین رییس «فضل احمد معنوي» په ټويټر باندې خپلو پلویانو ته ډاډ ورکړی، چې دوی پر خپل دریځ لا هم کلک ولاړ دي.

د معنوي په خبره، دوی له خپل حق نه تېرېږي او د منځګړو وروستیو هڅو لا تر دې دمه کومه پایله نه ده ورکړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x