روغتیانړۍ

یونیسکو: کرونا د نړۍ نیمایي زده کونکي له زده کړې بې برخې کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹ کب، ۱۳۹۸ل): د ملګرو ملتونو تعلیمي، تربیي، علمي، ثقافتي او کلتوري سازمان (یونیسکو) پرون د چهارشنبې په ورځ د مارچ په ۱۸مه نېټه اعلان وکړ چې په نړۍ کې ۸۵۰ ملیونه زده کونکي له زده کړو بې برخي دي.

د یونیسکو په وینا چې د نړۍ نیمایي زده کونکي او محصلین د کرونا ویروس له کبله د خپلو ښوونیزو مرکزونو بندوالي له کبله په کورونو کې پاتې کېدو ته اړ شوي دي.

د یاد سازمان په وینا، په ۱۰۲ هېوادونو کې ښوونځي، مکتبونه او پوهنتونونه په بشپړ ډول او په ۱۱ هېوادونو کې په جزوي ډول تړل شوي دي.

د یونیسکو سازمان په وینا دغه ستونزې به د تعلیم پر وړاندې یوه بې ساري ننګونه وي، او د ښوونیزو ادارو او زده کونکو لپاره به ستر زیان ولري.

که څه هم د نړۍ په ځینو پرمختللي هېوادونو کې د ټکنالوژي پر بنسټ د ویدیو له لارې د زده کړو ځینې ستونزې حل کیږي او په دې تړاو چټک پرمختګ دوام مومي خو زیاتره هېوادونو له دغه ډول اسانتیاو بې برخې دي.

د یونیسکو سازمان وایي چې دوی د نړۍ د پوهنې له بېلا بېلو وزیرانو سره د ویدیو له لارې په منظم ډول غونډې ترسره کوي تر څو په دې تړاو غوره حل لارې ومومي او لومړیتوبونه وټاکي.

د یادونې ده چې د نړۍ په شاوخوا کې اوسمهال پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېره له ۲۰۰زره کسانو پورته شوې او د مړو شمېره یې له ۸زرو پورته ښودل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

دا د نړیوال استعمار د وحشت له امله نړیوال افت او هلاکت رامنځته کړو جه د نړی په ګوډ ګوډ کی د مسلمانانو دسته جمعی قتلګاه جوړه شوه مسلمانان یی د زر، زور او زیور به کارولو تعقیم او وژل او تر دی دمه چه د کرونا به نوم الهی نړیوال عذاب نازلیږی د مسلمانانو قتل عام جریان لری . الله ج تل د خپلی خدایی عظمت په یو کوچنی او کمزوری مخلوق کی نړیوال استعمار ته عملی بڼه کی ښیوی لکه همدا کرونا وایروس چه قطر یی له 0,004 څخه هم کوچنی دی تر اوسه یی د زرونو انسانانو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x