ورزش

کرونا ویروس: د اروپایي او امریکایي هېوادونو فوټبال سیالۍ وځنډیدې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹ کب، ۱۳۹۸ل): د اروپا د فوټبال اتحادیې (یویفا) پریکړه وکړه چې د کرونا ویروس د خپریدو مخنیوي په خاطر به د روان ۲۰۲۰م کال اروپایي هېوادونو ترمنځ فوټبال سیالیو اتلولي راتلونکې کال ترسره شي.

د اروپایي هېوادونو په بیړنۍ غونډه کې چې د مارچ میاشتې په ۱۷مه نېټه د انترنیت او ویدیويي کنفرانس له لارې ترسره شوه، د سږکال اروپایي هېوادونو ترمنځ د فوټبال سیالۍ راتلونکې کال ته وځنډول شوې.

ټاکل شوې وه چې دغه سیالۍ به د روان کال جون میاشتې له ۱۲مې نیټې څخه تر جولایي میاشتې ۱۲مې نیټې ترسره کېدونکې وې چې اوس یې د ۲۰۲۱م کال جون میاشتې له ۱۱مې تر جولایي ۱۱مې د کېدو پریکړه وشوه.

دغه سیالۍ چې د ۲۰۱۶م کال تیره اتلولي یې د کریستیانو رونالډو لوبډلې «پرتګال» ګټلې وه، د ۲۴ هېوادونو ترمنځ ترسره کېدونکې وې، ددې لپاره د ګروپونو او لوبډلو مهالویش هم اعلان شوی و.

له چین وروسته په اروپا کې د کرونا وبا په پراخه کچه خپره شوې چې ایټالیا هېواد یې له سختو ځپلو هېوادونو څخه دی، له همدې کبله د ایټالیا په ګډون د یو شمېر یویفا غړو د اروپا د هېوادونو جام د لغوه کېدو غوښتنه کړې وه.

بل لوري ته د کوپا امریکا فوټبال سیالۍ هم د روان ۲۰۲۰م کال څخه راتلونکې ۲۰۲۱م کال ته وځنډیدې، ټاکل شوې وې دغه سیالۍ هم د جون له ۱۱مې تر جولایي ۱۱مې دوام وکړي.

د کوپا امریکا سیالۍ چې د امریکا لویې وچې او ځینو نورو هېوادونو ترمنځ ترسره کیږي، تیر کال یې اتلولي د برازیل لوبډلې په خپل نوم کړې وه.

شونې ده د اروپا هېوادونو د سیالیو ځنډیدو سره د اروپایي لیګونو سیالۍ د کرونا د مخنیوي څخه وروسته پېل شي.

باید وویل شي چې د کرونا ویروس په پراخه کچه د خپریدو له کبله په نړۍ کې د فوټبال سیالیو ستر لیګونه (اروپا اتلانو لیګ، انګلستان پریمیئر لیګ، اسپانوي لیګ، ایټالوي لیګ، فرانسوي لیګ او جرمني لیګ)، دغه راز د کرکټ لیګونه (پاکستان غوره لیګ او هند غوره لیګ) وځنډیدل.

ددې سربېره د کرکټ نړیوالې شورا هم د ټاکلې مودې لپاره خپلې ټولې نړیوالې سیالۍ وځنډولې، مګر د شل اوریزو نړیوال جام په اړه کوم چې د روان کال په ستمبر میاشت کې ترسره کېدونکی دی د کرونا ویروس د خپریدو په پار پریکړه کیږي.

ټاګونه
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close