نړۍ

شمالي وزيرستان کې څلور پاکستاني پوځيان وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹ کب، ۱۳۹۸ل): د خیبر پښتونخوا په شمالي وزيرستان کې د وسله وال بريد پر مهال څلور پاکستاني پوځيان وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ د عامه اړيکو ادارې «ای ایس پي ار» په خپره کړې اعلاميه کې ويلي، د شمالي وزيرستان په دته خېلو سيمه کې د وسله والو او پوځيانو ترمنځ نښته کې څلور عسکر وژل شوي او يو ټپي دی.

اعلاميه زياتوي، د پوځيانو په برید اووه وسله وال بریدګر هم وژل شوي دي.

ای ايس پي ار وايي، د دته خېلو اړوند ماما زيارت ته څېرمه وسله وال ځای پر ځای شوي وو، چې پوځيانو د پټو معلوماتو له مخې د هغوی پر خلاف عمليات پيل کړی او په نتيجه کې يې ياده مرګ ژوبله رامنځته شوه.

د پېښې مسؤوليت تر اوسه چا نه دی منلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x