افغانستانسولې اړوند خبرونه

 ملي امنیت شورا: د بندیانو په اړه مو دریځ کې بدلون نه دی راغلی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،۲۹ کب، ۱۳۹۸ل): د کابل حکومت د ملي امنیت شورا وایي، د طالب زندانیانو د خوشي کولو په اړه یې تر دې دمه په دریځ کې بدلون نه دی راغلی.

د ملي امنیت شورا ویاند «جاوید فیصل» دغه څرګندونې په یوه ویډيويي پیغام کې کړي، نوموړي ویلي« د بندیانو په ارتباط زموږ په مؤقف کې بدلون نه دی راغلی، لکه څنګه چې د جمهور رییس په فرمان کې راغلي دي، موږ اماده یو دا پروسه مخته یوسو، دا مهمه ده چې طالبان افغان وژنه او مسلمان وژنه ودروي او موږ ډاډه شو هغه څوک چې د سولې تر نامه لاندې خوشي کېږي، بیرته جنګ ته نه راګرځي.»

د طالبانو او امریکا تر منځ له لاسلیک شوي توافق سره سم د امریکا متحده ایالاتو باید پنځه زره طالب زندانیان او طالبانو زر تنه حکومتي بندیان خلاص کړي وای او په تعقیب یې باید نهه ورځې وړاندې لا بین الافغاني مذاکرات پيل شوي وای.

اشرف غني په لومړیو کې د بندیانو له خلاصون انکار وکړ او دا کار یې د خپل حکومت صلاحیت وباله؛ خو وروسته یې د یوه فرمان له لارې خبر ورکړ، چې پنځلس سوه طالب زندانیان به په تدریجي ډول پرېږدي او هره ورځ به سل تنه زندانیان له بنده خلاصېږي، ددې فرمان له ورکړې که څه هم یوه اوونۍ تېرېږي خو لا هم نه دی عملي شوی.

په ورته وخت کې  د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی «زلمي خلیلزاد» وايي، هیواد یې غواړي ژر تر ژره د طالب زندانیانو د خلاصون پروسه پیل شي، نوموړي ټینګار کړی وو،  د کرونا  اندېښنې دا ایجابوي، چې دا پروسه چټکه او عاجله شي.

بل لورته شنونکي په دې باور دي، چې د حکومت دننه ژورو اختلافاتو د یوه ټولمنلي مذاکراتي ټیم د تشکیل مخه ډب کړي، نو ځکه حکومت غواړي، طالب زندانیان وځنډوي او په دې توګه د اختلافاتو هواري او د بین الافغاني مذاکراتو د ټیم جوړولو ته وخت ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

افغانستان اشغال او د کابل غلامه اداره د اشغلګرو له خوا ټومبل شوی. کله چه اشغال مقاومت د صفر سره مساوی کیږی غلامه اداره د اشغال په اوږو سپره هوا کی جوړه شوی ودانی ده ، کله چه اشغال ( امریکا ) اوږی لیری کوی هغه هوایی ودانی به په هماغه ثانیه کی نسکوره پرته او غنی به د نجیب د برخه لیک سره مخ وی. دا چه امریکا د طالبانو سره روغه جوړه کی د بندیانو تبادله او ازادول لاسلیک کوی بی له دی چه یو شرط هم پکی یاد کړی توافقنامه لاسلیک کوی او په څنګ کی غلامی… نور لوستل »

Miragha mjrohe

طالبان نه باید داسئ خلکو ته فرصت ورکرئ چی هغوی په طلب کی دی، که داسئ وکی دیر سخت ضرر به وکئ

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x