افغانستانروغتیا

هرات کې د کرونا درملنې لپاره ۱۰۰ بستریز روغتون چمتو کیږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹ کب، ۱۳۹۸ل): د افغان حکومت د پریکړې پر اساس په هرات ولایت کې د کرونا ویروس د مشکوکو او اخته کسانو لپاره ۱۰۰ بستریز روغتون چمتو کیږي.

ټاکل شوې ده چې دغه سل بستریز روغتون به له ۱۵ تر ۲۰ ورځو کې جوړ او کار اخیستنې ته چمتو شي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید الله مایار د چهارشنبې په ورځ د خبري کانفرانس له لارې وویل چې د کرونا د تشخیص لپاره ددغه وزارت د ظرفیت لوړولو په برخه کې هڅې روانې دي، د نوموړي په وینا، «په دې اساس په کابل کې خپل ظرفیت دوه برابره لوړوو».

ښاغلی مایار زیاتوي چې په بلخ او هرات کې سیمه ییز لابراتوارونه کار اخیستنې ته چمتو شوي، چې ډير ژر به کار پېل کړي، او د کابل پرځای به شکمنې پېښې په دغه مرکزونو کې تشخیص شي.

ددې سربېره د عامې روغتیا ویاند دا هم زیاته کړې چې په هېواد کې هیڅ خصوصي روغتون او لابراتور د کرونا ویروس د تشخیصولو او ازموینې ترسره کولو حق او واک نه لري.

د راپورونو له مخې که څه هم په تیرو ۴۸ ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ هیڅ نوې پېښه نه ده ثبت شوې خو پر کرونا اخته هېواد ایران څخه د افغان کډوالو پراخ راستنېدل لا هم ویروونکي دي.

تر اوسه په افغانستان کې د کرونا ویروس ۲۲ پېښې ثبت شوي چې ۱۶ یې په هرات او ۶ یې په نورو ولایتونو کې دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close