افغانستانروغتیا

طالبان: ایران کې بايد د کرونا ويروس له امله له افغان کډوالو سره دوه ګونی چلند ونشي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹ کب، ۱۳۹۸ل): طالبانو په ایران کې د کرونا ويروس د خپرېدو له امله د دغه هېواد له چارواکو او ولس سره خپله خواخوږي ښودلې او په ورته وخت کې يې له ایراني چارواکو غوښتنه کړې، چې له افغان کډوالو سره بايد دوه ګونی چلند ونه شي.

د طالبانو له رسمي ادرسه رسنيو ته په لېږل شوې اعلاميه کې راغلي، دوی د ایران په اسلامي جمهوريت کې د کرونا ناروغۍ د خپرېدو له امله د دغه هېواد له مشرتابه سره خپله خواخوږي شريکوي، خو زياته کړې يې ده، چې «د اسلامي اخوت او ايثار» په نظر کې نيولو سره بايد په دغه هېواد کې له مېشتو افغان کډوالو سره دوه ګونی چلند  ونه شي، هغوی په زوره له ایرانه ونه شړل شي او د روغتيا په برخه کې ورته سمه پاملرنه وشي.

اعلاميه زياتوي، د کرونا خپرېدو پر مهال له افغان کډوالو سره د چلند په اړه د ځينو راپورونو په اړه له ایراني چارواکو سره خپلې اندېښنې شريکوي.

طالبانو له افغان کډوالو هم غوښتي، چې د ایران نافذه قوانينو ته درناوی وکړي او د کرونا د مخنيوي لپاره ټولو لارښونو ته جدي پاملرنه وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ترين

ههههههههههههههههههههه طالبانو دا خبره کړى؟

مجاهد

د سعدی صاحب شعر دی [ دوستان را کچا کنی محروم تو که با دشمنان نشر دارید ] د الله ج په اړه فرمایی، دومره مهریان یاست چه دشمنانو ( کفارو ) ته هم کور کالی، دودی او ښه صحت او توانایی ورکړی نو دوستان ( مسلمانان ) به کله ستاسی له مهربانیو بی برخی پاتی شی طالبان نه یواځی د کابل د غلامانو او بادارانو د محوه کولو او مهارولو د پاره مالی او ځانی قربانی ورکوی بلکه د هیواد به لیارو سرکونو ، پلونو او پچکونو ، ونو نالولو ، ښوونځیو ابادولو او پرمخ وړلو ، د خلکو… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x