روغتیا

چین کې د کرونا ویروس له پېله په لومړي وار هیڅ پېښه نه ده ثبت شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹ کب، ۱۳۹۸ل): چینایي چارواکي وایي په دغه هېواد کې د کرونا ویروس له خپریدو تر ننه دا لومړی وار دی چې په تېرو څلور ویشت ساعتونو کې د کرونا سرچینیي سیمه «ووهان» او نورو ښارونو کې هیڅ د کرونا ناروغۍ پېښه نه ده ثبت شوې.

د کرونا ویروس چې وروسته په رسمي ډول (کووید-۱۹) نوم ورکړل شو، د چین په هوبای ایالت ووهان ښار کې په لومړي وار د ۲۰۲۰م کال جنوري میاشتې په سر کې راڅرګند شو، چې له هغې وروسته په پراخه کچه خپور شو.

دغه ویروس د ووهان ښار په کور کور کې خپور شو، چې بالاخره چینایي چارواکو ددغه ښار سره د نور چین اړیکې پرې کړې او پر وړاندې یې جدي اقدامات ترسره کړل.

چین د کرونا ناروغانو لپاره په ووهان ښار کې ۱۶ عارضي روغتونونه په چټک وخت کې چمتو کړل، تر څو د ناروغانو چټکه درملنه وکړي.

په چین کې تر دې دمه د کرونا وبا څخه له ۸۰زرو زیات کسان اخته شوي او ۳۲۴۵ تنه وژل شوي خو له ۷۰زرو زیات یې بیرته روغ او کورونو ته استول شوي دي.

پر کرونا ویروس له کابو کېدو وروسته چین ۱۶ عارضي روغتونونه تړلي او د ووهان ښار په زیاتره سیمو کې د زده کونکو پرمخ ښوونځي پرانیستي دي.

د چین روغتیا وزارت وایي، په تیرو څلورویشت ساعتونو کې په چین کې هیڅ کومه نوې پېښه نه ده ثبت شوې مګر ۳۴ داسې پېښې ثبت شوي چې اخته کسان یې له هېواده بهر چین ته ستون شوي دي.

د فروري میاشتې په وروستیو کې چینایي چارواکو پر کرونا ویروس د کابو کېدو خبر ورکړی و، چې له هغه وروسته یې ورځ تر بلې په هېواد کې د ویروس خپریدو کچه په ټيټیدو وه.

که څه هم کرونا ویروس په چین کې نږدې کابو شوی مګر د نړۍ په نورو هېوادونو کې په پراخه کچه مخ پر پراخېدو دی او د مړینو شمېر یې هم نږدې ۵زرو ته پورته شوی دی.

Image

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x