افغانستانسولې اړوند خبرونه

ناټو: سیاسیون دې روان بحران ته یو حل پیدا کړي، تر څو له طالبانو سره شوې هوکړه عملي شي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹ کب، ۱۳۹۸ل): د ناټو سازمان عمومي سرمنشي «یسن سټولټنبرګ» وایي، سیاسي جهتونه دې روان بحران ته یوه حل لاره پیدا کړي، تر څو د طالبانو او امریکا تر منځ د شوې هوکړې عملي کېدو ته لاره هواره شي.

د طلوع نیوز د راپور په اساس، سټولټنبرګ دغه څرګندونې نن په یوه خبري ناسته کې کړې، نوموړي ویلي «  موږ په رښتیا هم د هغه ناکراري په اړه اندېښمن یو، چې په کابل کې یې وینو، کله چې د طالبانو او امریکا تر منځ هوکړه لاسلیک وشو، موږ یې اعلان وکړ، تر څو یې عملي کېدل یقیني شي.»

نوموړي زیاته کړې « موږ د هوکړې د عملي کېدو لپاره یوه متحد افغان حکومت ته اړتیا لرو، چې د سیاسي مذاکرې جریان کې پاتې شي، موږ په ټولو سیاسي جهتونو باندې غږ کوو، څو روان بحران ته یو وسیع حل پيدا کړي او په دې توګه له طالبانو سره د شوې هوکړې عملي کېدل یقیني کړي.»

ناټو داسې مهال په افغان سیاسیونو باندې د بحران د حل غږ کوي، چې په کابل کې د عبدالله عبدالله او اشرف غني تر منځ اختلافاتو سیاسي فضاء کړکېچنه کړې او داسې ویل کېږي، چې د دواړو تر منځ د منځګړو هڅو هم کومه مثبته پایله نه ده ورکړې.

د ناټو تر سرمنشي وړاندې هم تېره ورځ د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي او مرکزي اسیا د چارو مرستیالې «الیس ویلز» په سیاسیونو باندې د اختلافاتو د پای ته رسولو غږ کړی وو.

دې دواړو امریکایي چارواکو ویلي وو، چې روان بحران امنیت ته زیان رسوي او د افغانانو په خیر نه دی.

یاده دې وي، چې په کابل کې سیاسي تشنج د بین الافغاني مذاکراتو په وړاندې هم خنډونه زېږولي او بېلابېل جهتونه لا هم نه دی توانېدلي یو ټولمنلي مذاکراتي ټیم تشکیل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمبل

ای ناټو والاوو ! چی څومره خپل غلامان یاغی او یا خپلواک و ښیاست هغسی نده ، دا خاین ، بیهمته ، د الله تعالی او د خپل هیواد او ولس دښمنان ستاسی ټولو خبرو ته لاس په نامه او په پوره تعظیم سره لبیک ویلی او تر پایه به لبیک وایی ، دوی ټوله ستاسی ناوکیانی دی هر رنګ چی ورکړی ورکولای یی سی .

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x