
د جهاد او شهادت کرامت «له لسم حوت نه تر لسم حوت»
رفيع الله حماد
څرنګه چې جهاد يوه الهي فريضه ده او په دغه لاره کې خپل ژوند له لاسه ورکول شهادت دی، افغانانو دا سعادت په کراتو ګټلی او د هر اشغال په وړاندې مبارزه کې يې خپله ارزښتناکه وينه د الله تعالی د رضا او د خپل ګران هيواد د دفاع په خاطر کې تويه کړې ده او له اشغالګرو څخه يې د ګران هيواد ازادي د سر په بيه اخيستې ده.
له نن څخه اتلس کاله وړاندې د ۱۳۸۰ لمريز کال د حوت په لسمه نېټه د پکتيا ولايت زرمت ولسوالۍ اړوند د شاهي کوټ په سيمه کې په لومړي ځل د صليبي او يهودي اشغالګرو په خلاف د اسلام يو عظيم فاتح ملا سيف الرحمن منصور په مشرۍ مجاهدينو د اشغالګرو امريکايي ځواکونو په خلاف د تاريخي معرکې بنسټ کېښود او له هماغه وخته يې په يرغلګرو کاري ګزارونه پيل کړل او له صليبيان يې داسې وارخطا او د هيواد خاوروه يې ورته سره تبه کړه او په دې سره يې د مؤمنو هيوادوالو مړاوې هيلې يو ځل بيا راژوندۍ کړې.
د هغو مبارک او نورو زرهاوو شهيدانو د وينو او قربانۍ په برکت دا دی اتلس کاله وروسته په ۱۳۹۸ لمريز کال د حوت په لسمه له امريکايانو سره د اشغال د خاتمې او تړون لاسليک شو.
په دې مناسبت د شاهي کوټ الهام بښونکي سنګر مجاهدينو په ابتکار يوه ستره غونډه جوړه شوې وه چې په کې د هيواد جيدو علماء کرامو، مشايخو، پوهانو، شاعرانو او د حماسي ترنم خوږ ژبو ترانه ويونکو په ګډون ګڼ شمير افغان مهاجرينو برخه اخيستې وه.
ددغې غونډې لومړۍ پړاو چې د پنجشنبې په شپه د يوې مشاعرې په ترڅ کې پيل شوه په کې ګڼ شمير شاعرانو او ترانه ويونکو ګډون کړی و چې د شپې تر ناوخته يې د هيواد د ازادۍ، د شهيدانو د قربانيو او د وياړلو غازيانو د کارنامو ستاينې په منظومه توګه ترسره کړې.
ددې پرتمينې غونډې دوهم پړاو نن سهار د پنجشنبې په ورځ د قرآنکريم له ختم وروسته د اسلامي امارت بنسټګر مرحوم امیر المؤمنين ملا محمد عمر مجاهد او د هيواد د ازادۍ په لاره کې د قربان شويونو لکونو شهيدانو ارواحو ته په دعا پيل شوه چې په کې د وخت سترو شيوخو او علماء کرامو د جهاد، شهادت، قربانيو او هجرت په ارزښت خبرې وکړې او د شاهي کوټ تاريخي معرکې او د اشغال د خاتمې تړون په اړه د اسلامي امار د مجاهدينو سرښندنې وستايل شوې، د اسلام او دين د حفاظت مجاهدينو او عامو مسلمانانو ته علماوو سپارښتنې وکړې او ټول اسلامي امت ته ددې سترو وياړونو مبارکي وويل شوه.
په غونډه کې علماء کرامو افغانان، يووالي او د اسلامي نظام د نفاذ لپاره هڅو او هلو ځلو ته خلک وهڅول او په افغانانو يې غږ وکړ چې په افغانستان کې د اسلامي نظام د راتګ لپاره سره يو موټی او متحد شي.
غونډه د هيواد لکونو شهيدانو او په ځانګړې توګه د شاهي کوټ معرکې شهيدانو او په هيواد کې د اسلامي نظام د نفاذ، د افغانانو د يو والي او اتحاد په دعا سره ماسپښين نږدې پای ته ورسېده.
ډېر خوندور زړه راښکونکى او په زړه پورې مضمون ده
یوه معجزه ده چه د نړیوال اشغال په ضد د یو ګروپ مجاهدینو لمړی مقاومت پیل کیږی ، په هماغه ورځ هغه مقاومت په بریالیتوب پای مومی. زه نه پوهیږم ، د نړیوال یهودی استعمار د حرص کچه څومره لوړه ده، [[ماسته او شدی د هر چا خوښیږی مګر د پیشو پسی خڼی راوتی ]] نړیوال یهودی استعمار له دی معجزو هم عبرت نه اخلی چه د یو ګروپ مجاهدینو دمقاومت په مقابل کی په سجدو پریوځی نو که نړیوال مسلمانان په ګډه جهاد پیل کړی دوی به له نړی هم په هوا کړی . حتی همدا د وایروس نړیوالی… نور لوستل »
د جهاد صفت د هغو کسانو سره نه ښائی ( حتی د جهاد موم ته توهین دی ) کوم چی خپل مسلمانان وړونه او مظلوم انسانان ئې وژلی دی یا ئې همدا نن ورځ هم وژنی.