
عبدالله عبدالله: خلګ له جګړې ستړې دي، د سولې په لاره کې هر ډول قربانۍ ته چمتو یو
نن ټکی اسیا (جمعه، ۱وری، ۱۳۹۹ل): د ګډ حکومت پخوانی اجرائیه رییس «عبدالله عبدالله» چې ځان اوس د همه شموله حکومت ولسمشر بولي، د نوي کال په مناسبت خپاره کړي پیغام کي سوله د افغانانو لومړنۍ اړتیا بللې او ژمنه یې کړې، په دې لاره کې به له هيڅ ډول هڅو دریغ نه کوي.
د سپېدار ماڼۍ له لوري په خپاره شوي پيغام کې خلګو ته د نوي کال مبارکي ویل شوي او تر څنګ یې یاده شوې « خلګ له جګړې ستړي دي، موږ ددې ارمان د تحقق او د سولې پروسې د بریالیتوب په لاره کې هيڅ ډول هڅې نه سپموو او په دې لاره کې ځان تېرېدنې او قربانۍ ته تیار یو.»
پیغام کې وړاندې د عبدالله عبدالله له خولې راغلي دي، چې دوی به د سولې په پروسه کې د «ملت» له غوښتنو او حقونو دفاع کوي او د ملت له ارادې سره سم چلند به کوي.
د عبدالله په خبره، لکه څنګه چې په ټاکنو کې د خلګو له ارادې سره سم ودرېد، همداسې به په سوله کې هم ودرېږي.
عبدالله عبدالله داسې مهال د سولې په برخه کې د هر ډول قربانۍ ورکولو ژمنه کوي، چې په کابل کې د نوموړي او اشرف غني تر منځ ژورو اختلافاتو د بین الافغاني مذاکراتو پروسه له پيل وړاندې له خنډونو سره مخ کړې.
که څه هم د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» ددی دواړو د قانع کولو په لاره کې هڅې کړې، خو ویل کېږي لا یې هم کومه مثبته پایله نه ده ورکړې.
This conflict between AIN and GHAIN could be a trick to trap Taliban.
ته به له جنګه ستړی ئې عبدولاجانه چی پزه دی بېځایه را بهېدلې ده ، د لندن او لاهور جنرالان او عسکر خو نه دی ستړی.