افغانستانسولې اړوند خبرونه

خلیلزاد: افغان مشران دې یو ټولشموله حکومت جوړ کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱وری، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» وايي، افغان مشران دې روان سیاسي کړکېچ پای ته ورسوي او د یوه ټولشموله حکومت په جوړولو دې موافقه وکړي.

خلیلزاد د نوي کال په مناسبت افغانانو ته مبارکي ویلي او تر څنګ یې زیاته کړې، چې د افغان مشرانو له لوري ملت ته تر ټولو غوره ډالۍ داده، چې د یوه ټولشموله حکومت په جوړولو هوکړې ته ورسېږي، روان سیاسي کړکېچ پای ته ورسوی، د سولې لاسته راغلي فرصت په برخه کې اړین ګامونه واخلي او د طالبانو په ګډون ټول جهتونه د کورونا وایروس سره مبارزه وکړي.

خلیلزاد داسې مهال یو ځل بیا د همه شموله حکومت د جوړولو غږ کوي، چې ویل کېږي، د عبدالله عبدالله او اشرف غني د قانع کولو په برخه کې د نوموړي هڅو لا هم مثبته پایله نه ده ورکړې.

په ورته وخت کې ویل کېږي، چې د پخواني حکومت مشر «حامد کرزي» او عبدالرب رسول سیاف په منځګړیتوب لا هم د غني او عبدالله د یو ځای کولو هڅې روانې دي، تېره ورځ هم کرزی او سیاف د عبدالله کور ته ورغلي وو او له هغه سره یې د هیواد په وروستیو حالاتو بحث کړی وو.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمبل

د حیرانی خبره ده ، مزدوران یی دی ، غلامان یی دی ، ساتی یی دوی ، هر څه چی لری د دوی د برکته دی ، زنانه یی هم ورنازوی ، که صبا لاس ځنی واخلی ټوله به پوپناه سی ، پر دغه ټولو سربیره یی خبری نه منی چی یو مشترکه غلام دولت جوړ کړی او یا بندیان آزاد کړی ، دا به پدی معنی وی چی د یو شرکت رئیس دی دا وس ونلری چی په یوه مزدور دی خپل امر وچلوی . لدی نه ښکاری چی امریکایان په رشتیا سره ډیر احمقان دی او فکر کوی… نور لوستل »

مجاهد

الله ج د زمکی ( چه د الله ج د مالکیت یوه برخه ده ) د شه او مدبرانه مدیریت د پاره انسان خلیفه وټاکلو چه د الله ج په اصولو به د هغه په مالکیت کی مدبرانه مدیریت ترسره کوی. هغوی ( هر څوک چه وی ) چه د الله ج د اصولو په ځای انسانی استثماری اصولو باندی ورځنی چاری حل و فصل کوی د خدایی دعوه او د الله ج د اقتدار اخستلو هڅی دی چه ګټه ورته نه لری د ترکی، امین، نجیب او داسی نورو به شان د ځان تباهی حتی په دی زوند کی… نور لوستل »

فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط
نه پوهيږم چي د مظلوم افغانستان برخليک ولي په دې څو محدودو کسانو پوري تړلئ دی . کوم چي يي خيټي د ‌‌‌‌‌‌ډالرو څخه چوي . د کورونا ويروس ( وبأ ) مرض په سترګو ويني او په غوږو اوري ، چي ټوله نړۍ يي نيولې ده ، او هره ورځ په سلګونه خلک ترې مري . دا زموږ ظالماان او ستمکاران به کله د الهي عذاب او غضب څخه ويريږي . داسي فکر کوي چي مرګ ددوی په برخه نه دی او نه ملک الموت دوی لره راتلونکې ده.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x