کوټه: دګازو نل لیکه تخریب شوه
(نن ټکی اسیا می ۲۰۱۱/۱۱) کوټه: نامالومو تخریب کارانو کوټي ته څیرمه دپیرکوه په سیمه کي دګازو هغه نل لیکه چي دګازو وتصفیه خانوته غزیدلی وه تخریب کړه.
دپیښي له ځایه څخه امنیتي مسئولینو خبري رسنیو ته وویل نل لیکه دریموټ کنټرول بم واسطه تخریب شوی ده او نل لیکي ته یی ډیر زیان رسولی دي.
دیادولو وړ ده چي په بلوچستان ایالت کله کله داسي دتخریبي پیښی رامنځ ته کیږي، چي وروسته یی پړه پلوچ ازادي غوښتونکي په غاړه اخلي.
نن ټکی اسیا