افغانستان

عمران خان: په سخت وخت کې له افغانانو سره یو، د چمن-بولدک د لارې خلاصېدو فرمان مې ورکړی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱وری، ۱۳۹۹ل): د پاکستان لومړی وزیر «عمران خان» وايي، هیواد يې په سخت وخت کې له افغانانو وروڼو او خویندو سره مرستې ته ژمن دی.

عمران خان په خپل ټویټر باندې لیکلي « د کورونا غوندې نړیوالې وبا له خپرېدو سره، سره  موږ د خپلو افغان وروڼو او خویندو مرستې ته ژمن یو، ما د چمن-سپین بولدک د سرحد د خلاصېدو او افغانستان ته د بار موټرو د ننوتو اجازه ورکړه.»

د خان په خبره، دوی په هر ډول بحران کې له افغانستان سره ثابت قدمه ولاړ دي.

یاده دې وي، چې دوې ورځې وړاندې عبدالله عبدالله چې ځان د همه شموله حکومت ولسمشر بولي خبر ورکړی وو، چې د پاکستان لومړي وزیر د چمن-سپین بولدک د لارې د خلاصېدو په برخه کې دده غوښتنې ته مثبت جواب ویلی او لاره یې خلاصه کړې.

عبدالله ویلي وو، چې ده دا غوښتنه د افغان سوداګرو له اندېښنو وروسته د پاکستان له سفیر سره شریکه کړې وه او هغه ورته ډاډ ورکړی وو، چې غوښتنه به یې عمران خان ته رسوي.

د چمن-سپین بولدک لاره د افغانستان او پاکستان تر منځ له هجوم لرونکو لارو څخه ده، چې له تېرو دوو اوونیو راپدېخوا د هر ډول تګ راتګ په مخ تړل شوې وه.

ویل کېږي زرګونه په خوراکي توکو بار موټر او مسافر د لارې دې خواته بند پاتې وو او افغان سوداګرو ته هره ورځ دوه میلیونه ډالره زیان اوښت.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close