ټولنیزه برخه

د غوسې د کمښت لپاره اوولس په زړه پورې جملې

ژباړه: عطا محمد میاخېل
١ـ اړتیا نه لرم، چې په دې ځای کې خپل ځان ثابت کړم، زه کولای شم آرام واوسم.

٢ـ تر کله چې آرام یم، نو په خپل ځان باندې کنټرول لرم.

٣ـ اړتیا نه شته، چې په خپل ځان باندې شک ولرم، هغه څه چې نور یې زما په اړه وایي، ارزښت نه لري.

٤ـ غوسه مې یوه نښه ده او اوس مې د خپل ځان د آرامه کولو وخت دی.

٥ـ اړ نه یم، چې تل او په هر ډول شرایطو کې رقابت او سیالي وکړم.

٦ـ د نه خوندیتوب او نا امنۍ احساس به تېر شي.

٧ـ ناشونی کار دی، چې وکولای شم، نور او شرایط کنټرول کړم.

٨ـ یوازینی څیز چې کولای شم کنټرول یې کړم، خپل ځان او احساس مې دی.

٩ـ ستونزه نه لري، چې کله وخت د نا امنۍ او بې پناهۍ احساس ولرم.

١٠ـ اړتیا نه شته، چې د نورو او شرایطو تر کنټرول لاندې واوسم.

١١ـ که نور نیوکه کوي، زه کولای شم چې وایې ورم.
١٢ـ اړتیا نه شته، چې بشپړ واوسم.

١٣ـ اړتیا نه شته، چې د نورو غوسې او اندېښنې ته ځواب ورکړم.

١٤ـ ښه ده، چې له جګړې او تاوتریخوالي څخه لرې شم.

١٥ـ د نورو له خوا ښه ایسېدل یو ښه احساس دی، خو له هغې پرته هم زه مینه ناک او د خوښې وړ یم.

١٦ـ ستونزه نه لري، چې تېروتنه وکړم.

١٧ـ نور له خپلې تګلارې سره سمې کړنې ترسره کوي او کله وخت شونې ده، چې زما د غوښتنو پر خلاف عمل وکړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close