ورزش

د کرونا ویروس پر وړاندې مبارزې لپاره د ملي لوبغاړو هېوادوالو ته پیغام

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱ وری، ۱۳۹۹ل): د کرونا ویروس د نړۍ د شاوخوا سربېره په افغانستان کې هم خپور شوی چې تر دې دمه د تازه شمېرو له مخې ۲۴ تنه پر کرونا وبا اخته شوي دي.

په دې تړاو د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځلانده ستوري د یادې وبا پر وړاندې د مبارزې او ددغې مرګونې ناروغۍ د مخنیوي لپاره هېوادوالو ته پيغامونه لري.

په دغه لوبغاړو کې چې ویدیویي پیغامونه یې د کرکټ بورډ له فیسبوکپاڼې خپاره شوي، اصغر افغان، محمد نبي، مجیب الرحمن، حشمت الله شهیدي، قیس احمد او حضرت الله ځاځی شامل دي.

د ملي لوبډلې پياوړی توپوهونکی حضرت الله ځاځی هم خپلو ټولو هېوادوالو ته د کورونا وایرس پر وړاندې د مبارزې او د دغې ناروغۍ پر وړاندې د چټک ګامونو پورته کولو په موخه پیغام لري.

Posted by Afghanistan Cricket Board on Thursday, 19 March 2020

ملي لوبغاړي له هېوادوالو غواړي، تر څو له هغو کسانو لرې اووسي چې زکام، ټوخی او تبه ولري، دغه راز د ورځې څو وارې خپل لاسونه پر اوبو او صابون یا په مکروب ضد مایعاتو پریمنځي، تر څو ددغه ویروس مخنیوی وشي.

د ملي لوبډلې سوکه توپ اچونکی حشمت شهیدي په خپل ویدیویي پیغام کې وایي، که تاسې د زړه ناروغۍ، لوړ فشار، شکر، سرطان او ساه بندي لرئ پر کرونا ویروس د اخته کېدو امکان مو زیات دی، دغه مهال له کور څخه بهر مه راوځئ.

هېوادوالو د ځان ساتنې ته لومړیتوب ورکړئ:د ملي لوبډلې بریالی توپوهونکی حشمت الله شهیدي هم د کورونا ناوړه وایرس پر وړاندې…

Posted by Afghanistan Cricket Board on Thursday, 19 March 2020

 

سوکه توپ اچونکی قیس احمد هم له هېوادوالو غواړي تر څو په روغبړ کې یو بل ته لاسونه او غیږه مه ورکوئ او هم یې له ښکلولو ډډه وکړئ.

د ملي لوبډلې تکړه ورو توپ اچونکی قیس احمد د کورونا ناوړه ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې او مخنیوي لپاره تاسو ټولو ته پیغام لري، هیله ده پیغام یې درسره واورئ او د یادې ناروغۍ پر وړاندې جدي واوسئ.

Posted by Afghanistan Cricket Board on Thursday, 19 March 2020

د کرونا ناروغۍ نښې

توده تبه، پوزه بهیدل، وچ ټوخی، د ستوني سخت درد، ساه لنډي، د سر درد، د ستړیا احساس او د ځان درد دي. که چیرې پر دغه ناروغیو اخته یاست هرو مرو ډاکټر ته رجوع وکړئ.

د مخنیوي لپاره څه وکړئ؟

نړیوال طبي پوهان وایي چې د کرونا ویروس مخنیوي لپاره باید په ورځ کې څو واره لاسونه په اوبو او صابون او د مکروبو ضد مایعاتو پریمنځل شي، اوبه ډیرې وڅښل شي، ګرم څښاک او خواړه وخوړل شي، جامې لمر ته واچول شي او یا په تودوخه وچې شي، او لکه څرنګه چې دا ویروس په پوزه کې ځای نیسي نو باید د ورځې څو ځله پوزې ته اوبه واچول شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close