نظــر

کرونا وایرس که د مسلمانانو لپاره عقیدوي امتحان

ځیرک

څه موده مخکې په چین هیواد کې یو مرض تشخیص شو چې د کرونا وایرس نوم یې ورکړ او ویې ویل چې کرونا وایرس زکام ته ورته والی لري حال دا چې په دې موسم کې اکثره خلک زکام، نزله او ټوخی لري دا مرض د رسنیو سرټکی وګرځید.

د هر ملک او هرې ژبې رسنۍ چې وګورې زیاتره نشریات به یې د کرونا په اړه وي رسنۍ خو څه چې ګرځنده تلیفونونو ته هم د کرونا وایرس په اړه د ځان ساتنې خطونه او مسېجونه لیږي او ماته هم په خطونو کې د څلویښتو ثانیو لپاره په صابون لاس مینځلو هدایات شوې دی.

خبره نه اوږدوم راځم خپل مطلب ته:

که له یو مسلمان څخه پوښتنه وکړې چې؛
مرضونه چا پیداکړي او څوک یې پیدا کوي؟

هغه به ضرور درته ووایي چې الله تعالی پیداکړي او هغه جل جلاله به یې پیداکوي.

که بیا پوښتنه ترې وکړې چې:

شفاء څوک ورکوي، مرګ او ژوند د چا په لاس کې دی!
هغه به بیا درته ووایي چې هرڅه د الله تعالی په لاس کې دي.

ښه چې د مرض پیداکول، ختم کول، شفاء ورکول، مرګ او ژوند ټول د الله تعالی جل جلاله په لاس کې وي نو حق خو دادی چې د مرضونو او مشکلاتو په وخت کې مسلمانان مسجدونو ته هڅه وکړي رب  ته سجدې ولګوي،  ذکرونه، نفلونه وکړي، الله تعالی یاد کړي او د الله تعالی نه د مرضونو او مشکلاتو  څخه د خلاصون او پنا دعاوې وکړي؛ خو متأسفانه په اسلامي  نړۍ کې خبره بالعکس ده، مسجدونه وتړل شول، په خپلمنځي راشه درشه بندیز ولګید او حتی د بیت الله شریفې مسجد (حرم) او د نبوی مسجد (حرم) یې هم د موقت وخت لپاره بند کړل.

تاسو خبر یئ چې کرونا دومره خطري او وژونکی نه دی څومره چې تبلیغات یې په درز او په شور روان دي!

په نړۍ کې چې څومره خلک د کرونا په موجودیت کې د کينسر، سرطان او داسې نورو سختو مرضونو څخه مړه شوي دي کرونا د هغوی هر یو مرض په نسبت ۳۰% فیصده خلک یې هم نه دي وژلي او داسې هم ویل کیږي  چې زکام لرونکي کسان چې کله د تداوۍ لپاره هسپتالونو ته ورشي د زهري ستنو ورکولو په واسطه د کرونا په نامه وژل کيږي.

لاندې واقعه یې ښه مثال دی:

پرون یوه کس راته کیسه کوله چې زموږ انډیوال د پېښور دی، د هغه دوه د تره زامن چې هغه سره وروڼه وو دوبۍ کې یې کار کولو، وایي هغه یو ورور یې زکام و، د علاج لپاره یې هلته روغتون ته بوتلو روغتون کې ډاکټرانو یوه ستن ورته ولیکله چې هغه هلته نېږدې دواخانه کې نه وه او لاړ کله چې یې ورور ستن پیداکړه او روغتون ته راغی ګوري چې ورور یې نشته  تپوس یې وکړ چې هغه زما ورور څه شو ډاکټرانو ورته وویل چې هغه کرونا نیولی وه او مړ شو هغه پلاسټیک کې مو بند کړی دی.

اخره خبره داچې د هرې مریضۍ شفاء او پنا په  لمانځه، اوداسه، د الله تعالی په ذکر او حلال رزق له الله تعالی  څخه وغواړﺉ.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
8 د تبصرو شمېر
4 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سیدزرغون شاه آغا
میلمه
سیدزرغون شاه آغا

محترم ورور ځیرک ته!
ټول بیان دی صحیح دی. مګر دغه واقعه او مثال چی مو ذکر کړی وه هغه صحت نلری. ډاکټر و هیچا ته د مرګ پیچکاری نه ورکوی دا د هغه پخوانیو مجاهیلینو درواغ وه.

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

د دغسي د اسلام د سپېڅلي دين د روح سره خلاف مطالبو خپرول ښه کار نه دی والسلام.

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

محترم همت صاحب اسلام علیکم. په داسی یو ملک کی اوسیږم چه د کرونا مرض ډیر په چټکیا سره په خواریدو ده.تقریبا هر څه په ټپه دریدلو په حالاتو کی دی، د خلکو په څیرو کی وهم له وریا ښکاری.ټول خلک روحا تر فشار لاندی دی.په شفاخانو کی مریضانو بسترونه په ډکیدو دی.دشفاخانو څخه یی د باندی لوی لوی خیمی د مریضانو لپاره لګولی دی. صحی کارکونکی هره ورځ ۱۴ ساعته کار باید وکړی. لنډا دا چه وضع روځ تر ورځ په خرابیدو ده. نو د ستاسو محترم څخه زما هیله دا ده چه، که وخت لری کرونا مرض لپاره… نور لوستل »

عبد الله الفاروقي
میلمه
عبد الله الفاروقي

https://youtu.be/VUnVbHiKV5k

ملا صاحب

تدابير نيول د مرض مقابل كي د شريعت خلاف عمل ندي
دا مرض ساري ناروغي دي

الوقاية خير من العلاج

فاس عربي زبان باندي كه فوهيكي واوره

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

دا ټولی سمی دی چه د هری ناروغی او هری حادثی پیداکونکی او رفع کونکی الله ج دی او هر چا مرګ او درد چه له څه وی هغه وررسیږی مګر هغه د الله ج به هغه علم یا لوح محفوظ کی شتون لری چه زمونږ له انسانی قدرته او علم څخه بهر خبره ده. مونږ به هغه کوو چه الله ج مونږ به قران او احادیثو کی د هغوی د کولو او نه کولو لارښودنی کړی هغه به عملی کوو او هغو به عمل کوو او عقیده راڅخه ساتو ، د ناروغیو او ټولو حوادثو د دفاع د پاره… نور لوستل »

محمد
میلمه
محمد

آيا په رختيا كورونا وايروس همدومره هلاكونكي ده سومره چ ورته اشتهارات كيژي؟ كه مونگ تر اوسه پوري د كورونا ويروس له امله د مريني كچه وگورو چ تقريبا دري مياشت يي له خكاره كيدلو پوره كيژي نو ددنيا په لر او بر كي ايله سلور زره كسان وژلي دي او تر يو لكو پوري انسانان پدي ويروس اخته شوي چ تر نيمايي پوري بيرته روغ شوي هم دي نو اوس كه مونگ ددي مقابل كي د نورو مصيبتونو په سبب چ كوم هلاكتونه رامنزته كيژي د هغه اندازه وگورو نو په زرگونو چنده زياته ده چ د مثال په… نور لوستل »

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

محمد صاحب سلامونه. کرونا ویروس په رښتیا چه یوه هلاکونکی بیماری ده،چه هیڅ اشتهار ته ضرورت نه لری. ایټالیا ولس په لومړیو وختونو کی کرونا جدی نه بلله.او نه یی دولت لارښوونه ته پاملرنه کوله .تر څو چه کرونا په ډیره تیزی سره خپره شوه.او ایټالیا هر څه یی سقوط کړل . او فعلا ایټالیا دولت د لوړ عمر لرونکیو کسانو تداوی نه کوی.ځکه چه تداووی لپاره یی نه ډاکتران شته او نه هم دوایی.د هر څه قلت دی.او حتی مړو خښیدلو ته هم څوک نه حاضریږی. فعلا د کرونا ویروس مرکز اروپا ده چه ډیر په چټکیا سره په… نور لوستل »

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

محترمو دوستانو السلام عليکم ورحمة الله ! «د کرونا وايرس د دفعي دعاګاني» تر سرليک لاندي ليکنه په نن ټکي آسيا کي خپره سوې وه، خو اوس نه پکښي ښکاري، څنګه چي پښتين صاحب او ځينو نورو دوستانو د دغو دعاګانو د بياخپرېدو غوښتنه کړې ده، ځکه مي نو دغه ليکنه بيا دې پاڼي ته ولېږل، هيله ده چي خپره يې کړي. په تېره چي پښتين صاحب د کرونا له امله د خپلي استوګني د ځای د بد حالت يادونه کړې ده، ډېر په خواشينی سوم، دعا کوم چي الله دي دی او نورو ټول افغانان په خپل حفظ کي… نور لوستل »

مجاهد
میلمه
مجاهد

پشتین صاحب یا د څټو د کنډو د ښپيلیو سره شپونکیه !!! جوړ په خیر !!!! متل دی وایی [ دروغچن حافظه نه لری ] نن می د هغ له تبصری دهغه اوسنی هستوګنځی او دنده تر لاسه کړه چه [[ هالیند کی اوسیږی او سوسیال دفتر کی یی ژباړن دی ]] ولوستل. په داسی حال کی چه مخکی به یی خپل هستوګن ځآی [[ د څټو کنډو او دنده شپونکی یادوله ]] یعنی د غرو په سرونو کی چه د هری بلا څخه په امان دی یعنی پشتین هوښیار یا نیکمرغه سړی دی چه په داسی بی مرضه او… نور لوستل »

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ تازه.
مجاهد ته.
ښه غوړیدلی کار بار لرم،امستردام،برلین،فرانکفورت،بروکسل،لوکزامبورګ کی کار تر سره کوم.
د ضرورت په وخت هامبورګ ته هم ځم.حرام مردار کار نه دی،حلال رزق ګټم.
له خپل کار څخه دومره خوشحاله یم چه ته یقین وکړه چه د افغانستان وزارت ،صدرات
څخه هم ښه دی.
سټی کنډو شپونتوب خوند بیل دی.نه ستریس لری او نه تینشن.
او کله چه پوه شم چه سوله راغله انشالله خپل شپون توب ته به بیرته ځان ورسوم.زه به په خپل شپونتوب افتخار وکړم.
فعلا روحا سټی کنډو کی ،جسما اروپا کی.

مجاهد
میلمه
مجاهد

ډیره ستاینه او له دی ښکلی تبصری څخه مو ستاینه کوم!
د سولی یعنی د اسلامی حکومت د جوړیدو سره سم د ټولو تبصری ښکلی کیږی او ښکلی به شی.
د اشغال یا دموکراسی دوره کی خو غلا، دروغ او درغلی تقوی وه اسلامی حکومت ( الهی نظام ) کی به الهی عدالت په پیاده کولو به د عامه سولی، امنیت او هوساینی تضمین کیږی

محمد
میلمه
محمد

غمي پشتين صاحب وعليكم السلام ستاسو خبره سمه ده خو بايد هير نشي چ د ايتاليا دديرو تلفاتو يو علت داده چ ايتاليا په نري كي تر تولو دير ددير عمر لرونكي نفوس لري او دا ويروس تر ديره حده ددير عمر لرونكو انسانانو ته خطرناك دي نو اميد شته چ كم از كم دا ويروس دافغانانو لپاره دير خطر ونلري

Back to top button
Close
Close