شعـــــرونه

د زخمونو امیل؛ تپاند زهاد

تپاند زهاد

پر زړه لرمه د زخمونو امیل
د پاکو پاکو ارمانونو امیل

د زړه په تل کې راسره دی مدام
د شهید یار د یادګارونو امیل

ځانګي را ځانګي مې د فکرټال کې
د ورک جانان د تصویرونو امېل

د ژوند انځور مې د وطن انځور دی
راسره مل تل  د غمونو امیل

د هجرانونو په کېږدۍ کې اوسم
رمې رمې د تکلیفونو امیل

سلګۍ سلګۍ وهم یواځې یمه
تل بدرګه د فریادونو امیل

تپاند زُهاد له خپل قسمته ژاړم
راسره اوسي د دردونو امیل

تپاند زُهاد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x