نظــر

د فلسطین او اسرائیل قضیه؛ له اسرائیل سره د امریکا مرستې او د ټرمپ ارادې«مقدمه»

عزام مهاجر

د فلسطین او اسرائیل د اوسنیو حالاتو د فهم لپاره د دې قضیې تاریخي شالید پېژندل ضروري دی.

دا ټولو ته معلومه ده چې یهود فلسطین په ځانګړي ډول بیت المقدس خپله ستره ځمکه بولي، د هغې د ترلاسه کولو لپاره له هیڅ ډول کړنو څخه ډډه نه کوي او دا ستر ارمان او دیني وجیبه ګڼي او همدا دوی خپله پلارنۍ او میراثي ځمکه ګڼي. د یهودو پوره تاریخي شالید بیانول په ډېرو مقالو کې رانغښتل هم ښايي مشکل وي، خو دومره ټولو ته څرګنده ده چې د سکندر اعظم، رومي جنګ سالار نائټس او بخت نصر له زمانې او پر القدس باندې دهغوی د یرغل له وخت څخه یهود ټول په نړۍ کې شیندلي او خواره وو. له هغې زمانې څخه یهودو یو داسې ریاست نه و موندلی چې ټول پکې راغونډ وي. د دې هدف لپاره چې یهود ټول پر یو ځای راجمع کړي او بیرته یې خپل پلارني هیواد ته ستانه کړي، یهودي صهیوني تنظیم رامنځته شو او تر نن ورځي پوري د همدې هدف لپاره په ټوله نړۍ کې سرګرم دی. (د دې تنظیم په اړه لږ اندازه تفصیلات په بله مقاله«د منځني ختیځ مسئله او د امریکایي کړنو تر شا د صهیونیت عزائم» کې ما لږ څه بیان کړي دي، تاسې رجوع ورته کولی شئ)

د منځني ختیځ مسئله او د امریکایي کړنو تر شا د صهیونیت عزائم

د یهودي تاریخ د شالید له مطالعه کولو وروسته دا ښه معلومیږي چې په ۱۸۹۷م کې د صهیوني تنظیم مشرانو څنګه او د څه لپاره یهودي پروټوکولز جوړ کړل؛ له مسلمانانو څخه د فلسطین د قبضه کولو او د عثماني خلافت د دړي وړي کولو لپاره یې څنګه پلانونه جوړ کړل. په دغه زمانه کې یهودو ډيري هلي ځلي وکړې او دا هغه وخت و چې یهودو د خپلي سودخورۍ پر اساس په لوېدیځو مغربي هیوادونو په ځانګړي ډول امریکا کې خپلي اقتصادي منګولي خښي کړي وې. همدا دوران و چې د برطانیې او جرمني ترمنځ صنعتي او تجارتي رقابت د ۱۹۱۴م کال د اګست په میاشت کې د لومړي نړیوال جنګ شکل اختیار کړ. راتلونکي کال کې سمدستي د یوې دسیسې پر بنسټ د جرمني حلیف عثماني سلطنت(ترکي) هم دې جنګ ته راکش کړل شوه او په ۱۹۱۷م کې د صهیوني یهودي دسیسې په ترڅ کې د امریکا د متحده ایالتونو د لوئیسیانا په نامه د یوې بحري بېړۍ د تباه کولو په نتیجه کې امریکا هم نړیوال جنګ ته راداخله شوه. دا په جنګ کې عملي برخه نه بلکي د امریکا د اکثریت یهودو بډایانو مالي مرسته وه چې برطانیې ته یې تقویت ورکړ.

په ۱۹۱۷م کال کې د برطانیې وزیر خارجه«بالفور» د یهودي سرکرده مشرانو سره یوه پټه معاهده وکړه چې په تاریخ کې د «اعلان بالفور» په نامه پېژندل کیږي. ډاکټر محمد اختر نواز په خپل کتاب«قیامت ډهاتې جاسوس ادارې» کې لیکي چې د دغې معاهدې په ترڅ کې پر دې خبره اتفاق وشو چې یهودي بډایان او بېنکاران به د جګړې د ګټلو لپاره برطانیې ته خپل پرېمانه مالي وسائل ورکوي او د دې په بدله کې به یهودو ته په فلسطین کې د عامي ابادۍ کولو اجازه ورکول کیږي او آخر به هلته یو یهودي مملکت رامنځته کیږي. د اسلام سره د برطانیې دښمنۍ د یهودو هغه ټول ګناهونه وبخښل چې پر اساس یې مسیحي کلیسا له پېړیو څخه یهود معلون ګڼل.

«اعلان بالفور» د تاریخ یو سنګین جرم دی چې برطانیې ترسره کړ او پر اساس یې له زرګونو کلونو څخه په دې سیمه کې آبادو فلسطینیانو پر ځمکه یهودو ته د ابادۍ غیر قانوني اجازه ورکړه، حال دا چې یهود د ډېر کم وخت لپاره په دې ځمکه کې آباد پاتي شوي و او د حکومت زمانه خو یې له دې هم زیاته مختصره وه. د امریکایي وسائلو او مالونو پرېمانتیا برطانیې او فرانس ته په لومړي نړیوال جنګ کې بری ورپه برخه کړ او د جرمني ترڅنګ ترکيې هم ماته وخوړل چې په ترڅ کې یې پر عراق، شرقي اردن او فلسطین برطانویانو قبضه وکړه او پر شام او لبنان فرانس خپلي منګولي ټینګي کړې. له دې قبضې وروسته برطانوي جنرال بیت المقدس ته په فاتحانه ډول داخل شو اوپه فخر سره یې ویل چې«زه آخري صلیبي فاتح یم». او فرانسوی جنرال دمشق داخل شو اوپه دوولسمه عیسوي پېړۍ کې سترو سترو یورپي صلیبي پاچاهانو ته ماتي ورکونکي سلطان صلاح الدین ایوبي پر قبر ودرېد او ویې ویل: «صلاح الدین! پورته شه موږ بیا راغلي یو»

له دې ستر بدلون وروسته برطانیې عراق او اردن ته ازادي ورکړه او عربي حکومتونه پکي قائم شول، خو فلسطین چې د یهودو سره یې وعده کړی و، د ځان سره مقبوضه پرېښودهغه مهال تقریبا په فلسطین کې د میشتو یهودو ټول شمېر ۸۴ زره و چې د آبادۍ لس فیصده کېږي. برطانیې د خپلي ژمني سره سم یهودو ته په فلسطین کې د ابادېدلو زمینه برابره کړه، لکونه یهود د یورپ له بېلابیلو هیوادونو لکه پولینډ، سویت یونین، هنګري، یمن او مراکش څخه فلسطین ته راستانه شول. په ځانګړي ډول په جرمن کې چې کله نازي ډله واک ته ورسېدل نو پر یهودو یې په ناوړه توګه ځمکه تنګه کړه او د کره شمېرې له مخي هټلر په دې تور شپیته لکه یهود ووژل چې په لومړي نړیوال جنګ کې د جرمن په ماته کې تاسي رول ولوبوئ او برطانیې ته مو مالي مرسته ورکړه .دا د دوهمې نړیوالې جګړې زمانه وه. په جرمن کې د حالاتو له ترنګلتیا څخه یهود په ډېره تیزي سره ارض موعود یعني فلسطین ته راستنېدل او په دېرشو کلونو کې په فلسطین کې د یهودي ابادۍ شمیر شپږ لکه ته ورسېدی او د دوی ټول مصارف او په فلسطین کې د ابادۍ اخراجات امریکایي یهودو ورکول.

د برطانیې د قبضې پر مهال د صهیوني دسیسې مطابق امریکایي صدر ولسن د نیشنز لیګ یعني د قومونو اتحاد په نامه یوه اتحادیه رامنځته کړه او په ۱۹۲۲م کې یې د فلسطین قضیه په بشپړ ډول برطانیې ته وسپارل او برطانیې په تیزي سره په فلسطین کې د یهودو د ابادۍ لپاره لاره اوارول. عربو چې کله فلسطین ته د یهودو په پراخه کچه راتګ ولید نو غصه شول او د یهودو په خلاف یې جګړه پیل کړه. برطانیې د دوو قومونو ترمنځ د جګړې له نښتلو وروسته له فلسطین څخه وتل پیل کړل. قضیه همداسې وه چې د دوهم نړیوال جنګ د خاتمې سره نیشنز لیګ هم ختم شو او پر ځای یې U.N.O د متحدو ملتونو په نامه یوه اتحادیه رامنځته کړه. د یو این او د بنسټ ایښودلو لومړۍ غونډه په ۱۹۴۵م کې د اپریل په میاشت کې د امریکا په سان فرانسسکو کې رامنځته شوه. او کله چې د همدې کال د اکتوبر په میاشت کې د یو این او د قیام په رسمي ډول اعلان کېدی نو مرکزي دفتر یې نیویارک ښار وټاکل شو. په ۱۹۴۷ کې چې کله د فلسطین قضیه د متحده ملتونو په مرکزي مجلس کې وړاندې کړل شوه نو د امریکایي صدر ټرومین حکومت د یو این او غړي هیوادونه دې ته مجبور کړل چې د فلسطین د تقسیم په حق کې رایه ورکړي. د یو این او غړو ځینو مسلمانو عربو هیوادونو لکه سعودي، شام، مصر، اردن، لبنان او عراق هلته احتجاج او مخالفت وکړ خو هیچا یې غږ وانه ورېدی. ملل متحد د فلسطین تقسیم داسې وکړ چې ۶ لکه یهودو ته یې د فلسطین ۵۵ سلنه خاوره وسپارل او دوولس نیم لکه فلسطینیانو ته یې صرف ۴۵ سلنه خاوره حواله کړه. فلسطیني عرب پر دې ناجائز تقسیم راضي نه شول اود سوریې، عراق، اردن او مصر په مرسته یې د غاصبو یهودیانو په خلاف جګړه لا تېزه کړه. یهودو چې دا حالات ولیدل نو خپلو وګړو ته یې تربیت ورکول پیل کړ اوله امریکایي ایالتونو څخه یې د سلاوو مرسته وغوښتل.

په ۱۹۴۸م کې چې د برطانیې وتل بشپړ شول نو یهودو د جلا او آزاد اسرائیل د قیام اعلان وکړ. د دې اعلان سره جګړې نور هم زور ونیو. په دې منځ کې د دوو اوربندونو په ترڅ کې اسرائیل خپل ځان له هره پلوه قوي کړ او جنګ یې پیل کړ چې د مشرقي فلسطین هغه ځمکې یې هم تر ډېره حده ونیولې کومي چې په تقسیم کې فلسطینیانو ته ورکول شوي وې. مصر د غزې پټۍ ونیول او اردن زور وکړ او ختیځ یروشلم یې په بشپړه توګه د یهودو لاسونو ته له لوېدلو څخه وژغورئ چې بیت المقدس، مسجد اقصی او قبة الصخرة پکي راځي. دې جګړو تقریبا اوه لکه فلسطینیان بې ځایه کړل او د غزې، اردن، سوریې او لبنان په کیمپونو کې یې پنا واخیسته. د فلسطیني وګړو د هجرت سره سم د دنیا له نورو هیوادونو څخه یهودو هم په تیزي سره فلسطین ته راتګ پیل کړ او دلته آباد شول. دا د عربو او اسرائیل ترمنځ لومړی جنګ بلل کیږي چې په ۱۹۴۸م کې بیرته ختم شو.

په ۱۹۶۷م کې یهودو بیا د مسلمانانو خلاف جنګ پیل کړ چې د عربو او اسرائیل دوهم جنګ بلل کیږي. په دې جګړه کې اسرائیل د مصر سینا، له اردن څخه ختیځ یروشلم چې نن صبا ویسټ بینک ورته وایي، او له لبنان څخه د جولان غونډۍ لاندې کړې. یهودو چې کله ختیځ یروشلم قبضه کړ نو دې سیمې ته یې راکډه کېدل پیل کړل او د متحده ملتونو له لوري چې کومه ځمکه فلسطینیانو ته ورکول شوې وه هلته یې خپلي ابادۍ شروع کړې. په ۱۹۷۳ کې مسلمو عربو هیوادونو د خپلو مقبوضه ځمکو د ازادۍ لپاره پر اسرائیل حمله وکړه او څه ناڅه پرمختګ یې وکړ، خو امریکا چې دا حالت ولید نو سمدستي یې اسرائیل ته ۲۲ زره ټنه درنې او سپکې سلاوې راواستولې. دې سلاوو اسرائیلي یهود ښه تقویه کړ او د خپلي ځمکي بارډرونه یې نور هم د اسلامي خاورو پر لوري څکول.

له امریکا څخه د دې کړنې د غچ اخیستلو په پار عربو هیوادونو د تیلو قیمت ۷۰ سلنه لوړ کړ او مارکیټ ته یې د هغو صادرول صرف ۵ سلنه کړل چې په دې سره د تیلو د ۱۹۷۳م کال نړیوال بحران رامنځته شو. نړیوالو ځواکونو د تیلو د بحران د مخنیوي لپاره پر اسرائیل فشار راوړ او د مصر سینا یې په بشپړ ډول ایله کړه خو پر ختیځ یروشلم او د جولان پر سیمو یې خپله ولکه ټینګه وساتله او تر څنګ یې په ختیځ یروشلم کې یهودي ابادیو ته زور ورکړ چې اکثره مرسته یې امریکایي یهودو کول.

په ۱۹۸۰م کې اسرائیل بیت المقدس د خپلې پلازمینې په توګه اعلان کړ خو ملل متحد یې دا پرېکړه رد کړه. په ۱۹۸۷ کې د مقبوضه ختیځ یروشلم او غزې مسلمانان تنګ شول او سړکونو ته راووتل چې له کاڼو پرته یې هیڅ سلا نه درلود او له همدې ځای څخه د حماس اسلامي ډلې آغاز وشو.

په ۱۹۹۳م کې امریکا یاسر عرفات تیار کړ، نوموړي د فلسطین له آزادۍ څخه برائت اعلان کړ او د اسرائیلي وزیر اعظم اسحاق رابن سره یې د اوسلو په معاهده کې د اسرائیلي ځواک تر چتر لاندې د غربي اردن او غزې پر محدودو سیمو باندې مشتمل فلسطیني ریاست قیام قناعت وکړ او یاسر عرفات یې خیالي مشر وبلل شو. د دې معاهدې پر اساس یاسر عرفات ته نړیواله جائزه هم ورکول شوه. خو کله چې د ۲۰۰۰م د ستمبر په میاشت کې د فلسطین د ازادۍ تحریک انتفاضة الاقصی زور واخیست او فلسطیني ځوانانو په پرلپسې ډول استشهادي حملې پيل کړې نو د اسلام سرسخت دښمن او اسرائیلي وزیر اعظم ایریل شیرون پوځي ټانګونه په حرکت کې راغلل او د تش په نامه فلسطیني ریاست مرۍ یې خپه کړه او مغرب ته محبوب یاسر عرفات د همدې ختیځ یروشلم په رام الله ښار کې محاصره پاتي شو او پر نوموړي یې هم کړۍ راتنګه کړه. پرون یې امریکایي صدر کلنټن په بلا اخیستلو نه ستړی کېدی او فلسطینی مجاهد اعظم به یې تل واشنګټن ته دعوتوی، خو په ۲۰۰۰م کې امریکایي صدر بش حتی دې ته هم زړه نه ښکاوه چې پر ټلیفون خبري ورسره وکړي. په ۲۰۰۵م کال کې د حالاتو نورمال کولو په پار یهودو له غزې څخه خپل تسلط پورته کړ خو بارډرونه یې په خپل څار او قبضه کې واخیستل. له غزې څخه د اسرائیل له وتلو وروسته هلته حماس ډلې خپل ځان منظم کړ او د اسرائیلو سیمو ته به یې توغندۍ او راکټونه ویشتل. اسرائیل نور هم بارډرونه ټینګ کړل، نښتې رامنځته کېدې او په ۲۰۱۴م کال کې یهودو په غزه کې د مسلمانانو ۵۰ زره کورونه وسوځول، له سل زیات مکتبونه یې وران کړل او په درځنونو روغتونونه یې تباه کړل. د غزې مسلمانان له سخت حالت او د ژوند د ټولو ضروریاتو له بحران سره مخ شول.

نور په راتلونکې لیکنه کې … ان شاءالله

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close