شعـــــرونه

بندیز؛ سپين کوچی

سپين کوچی

نن بیا مې د جانان په ښاریه کې و بندیز
نن بیا مې دزړه ښار په مدینه کې و بندیز
نن بیا د هر مؤمن زړه او سینه کې و بندیز
نن بیا چې د حرم په دروازه کې و بندیز

بیا کوم (مرض) تړي د ابوبکر د زړه ښار ؟
بیا کوم ابو لؤ،لؤ کوي عمر باندې ګوزار ؟
بیا چا کړلو عثمان شهید خپل کور کې را ایسار ؟
بیا چا روح د علي او د حسین کړلو ازار ؟

چې بیا د خلفاوو جزیره کې و بندیز
نن بیا چې د حرم په دروازه کې و بندیز

بیګاه د عایشې مور په مالت کې وه غوغا
بیګاه د فاطمې بي بي په چم کې وه ژړا
بیګاه وه د اصحابو په صُفَّه کې واویلا
بیګاه چا سترګه پټه له غم نکړه تر سبا

نن بیا د صحابه وو په کوڅه کې و بندیز
نن بیا چې د حرم په دروازه کې و بندیز

دسترګو چینې وچې شوې له غمه په ژړا
ستا غم کې واا د خوږ جانان حرمه په ژړا
چې پولې مو ترمینځ نه وی، درتلمه په ژړا
دا تور د غم تاریخ لیکم قلمه په ژړا

نن بیا د سپین کوچي د زړه خیمه کې و بندیز
نن بیا چې د حرم په دروازه کې و بندیز
ـــــــــ
سپين كوچى

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x