شعـــــرونه

غزل؛ پير محمد کاروان

پير محمد کاروان

په شرنګ د ژوندون تار دی او نغمې دي د مرغانو
د نوي کال سهار دی او نغمې دي د مرغانو

غنم غنم پر سر نیولي څاڅکي د شبنم دي
ګل ګل د وږمو بار دی او نغمې دي د مرغانو

چې سترګې ترېنه وباسي د سولې په مښوکو
ویده د جنګ ښامار دی او نغمې دي د مرغانو

باران طبیب، درمان راوړل د څاڅکو په کپسول کې
ټکور د ګل پرهار دی او نغمې دي د مرغانو

زرینې کېږدۍ لکې د بوډۍ د زرغون ټال دي
خلوت په کې د یار دی او نغمې دي د مرغانو

بېګا شپه یې لونګ دي په شیدو کې ایشولي
نن جوړ د پَري هار دی او نغمې دي د مرغانو

پر ګل جنت کوکۍ دي په انګړ کې توتکۍ دي
چڼ چڼ دی او چغار دی او نغمې دي د مرغانو

غوږونه یې د شنو وړوکو پاڼو را ایستلي
کوم غږ ته څک چنار دی او نغمې دي د مرغانو

د نوي کال موسم من و سلوی د سولې امن
ویشي ورته تیار دی او نغمې دي د مرغانو

مطربې د سپرلي، کمپوز د مینې ترانه ده
کاروان یې سندرمار دی او نغمې دي د مرغانو

۱-حمل- ۱۳۹۹ هجري شمسي، توره وړ ۍ خوست

نوی کال مو بختور او د سولې کال شه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x