روغتیانړۍ

د روغتيا نړيوال سازمان: کرونا ممکن په ځوانانو کې هم پراخه مړينه رامنځته کړي

نن ټکی اسيا (جمعه، ۱ وری، ۱۳۹۹ل): د روغتيا نړيوال سازمان (WHO) وايي چې د کرونا وبا يوازې د زړو کسانو ژوند نه اخلي مګر ممکن د ځوانانو ترمنځ هم د پراخې مړينې د رامنځته کېدو لامل شي.

ګڼ شمېر راپورونو تاييد کړې چې کرونا د ۱۰زرو کسانو د مړينې له منځه ۹۰ سلنه داسې دي چې د پوخ عمر کسان دي او يا هغه چې اوږدمهالې ناروغۍ لکه شکر، لوړ فشار، زړه ناروغي او يا سرطان لري.

ګڼ شمېر طبي پوهانو څرګنده کړې چې کرونا ويروس عموما پر هغو کسانو حمله کوي چې د بدن دفاعي سيستم يې کمزوری وي.

بل خوا د روغتيا نړيوال سازمان په طبي سکتور کې د وړتیاو نشتوالي په اړه جدي اندیښنه څرګندوي ترڅو په ډیری هیوادونو کې مرسته وکړي او خپل رول ولوبوي.

د روغتيا نړيوال سازمان مشر د کرونا ويروس کنترول کېدل ممکن بولي، مګر په دې اړه د عامو خلکو مرسته او همکاري تر ټولو زياته اړينه ګڼي.

د سازمان په وينا پرون د پنجشنبې په ورځ د چين په ووهان کې پر کرونا ويروس د هيڅ کومې پېښې نه ثبتېدل مونږ او خلکو ته د امید پیغام لیږلی دی.

دوی وايي موږ د هغو هیوادونو سره مرستې لپاره جدي ګامونه پورته کوو چې د کورونا ویروس په له مینځه وړلو کې لا نورو مرستې ته اړتیا لري.

کرونا وايروس که له يوې مخې په چين کې نږدې بشپړ کنترول شوی خو له بل اړخه يې يوازې په ايټاليا کې په تېرو څلورويشت ساعتونو کې ۶۲۷ تنه وژلي دي.

د تازه راپورونو له مخې په ايټاليا کې د ۴زرو مړينې له مخې له ۹۰سلنو نه زيات يې هغه کسان دي چې اوږدمهالې ناروغۍ لري او يا هم د پوخ عمر کسان وي.

د روغتيا نړيوال سازمان په وينا، له چين وروسته اروپا د کرونا ويروس اصلي مرکز ګرځېدلی، چې د اخته کسانو شمېر په کې له ۱۰۰زرو پورته شوی او د مړينو شمېر يې هم نږدې ۶زرو ته رسيږي.

په نړۍ کې پر دې ويروس د اخته کسانو ټولټال شمېره له ۲۵۰زرو پورته شوې او د مړو شمېر يې ۱۱۱۸۷ (۱۱سلنه) تنو ته رسېدلې، د تازه شمېرو له مخې ددغې ويروس څخه له ۹۰زرو (۸۹سلنه) زيات کسان روغ شوي خو نور ۹۵سلنه يې په عادي حالات کې تر تداوۍ لاندې دي او د ۵سلنه ناروغانو حالت انديښمنونکی ښودل کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ياسينزی

تاسو د زابل د نن ورځې خبر نکړ نشر علت يي څه دي، آيا تاسو ويره لري چې د خلکو له سخت غبرګون سره به مخ شي؟

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x