افغانستانسولې اړوند خبرونه

روسیه: سیاسي اختلافاتو د بین الافغاني مذاکراتو مخه نیولې

نن ټکی اسيا (شنبه، ۲وری، ۱۳۹۹ل): د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي، سیاسي بې ثباتي او اختلافات ددې لامل شوي، چې د افغانانو تر منځ هر اړخیز بین الافغاني مذاکرات وځنډېږي.

سپوتنیک خبري اژانس د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې په حواله لیکلي، چې د اوسنیو ټاکنو پایله هم د ۲۰۱۴ زیږدیز کال  دټاکنو هغو پایلو ته پاتې کېږي، چې له مخې یې دوه ګټونکي اعلان شول، خو د روسیې په خبره، دا ځل تقابل زیات شو او اوږد وخت يې په بر کې ونیو.

راپور د اعلامیې په اساس وړاندې لیکي « د تاسف وړ ده، چې د سیاسي بې ثباتي ژوروالی د همه شموله بین الافغاني مذاکراتو په وړاندې خنډ دی، هغه مذاکرات چې کېدای شي جګړه پای ته ورسوي او سولې ته لاره پرانېزی.»

راپور کې د روسیې له قوله راغلي، چې دا هیواد چمتو دی، د سیاسي اختلافاتو د حل او د بین الافغاني مذاکراتو د ژر تر ژره پیل په برخه کې مرسته وکړي.

یاده دې وي، چې د طالبانو ا وامریکا تر منځ د شوي توافق په بنسټ، باید یوولس ورځې وړاندې د مارچ په لسمه نېټه پنځه زره طالب او زر تنه حکومتي بندیان خلاص او ورپسې سمدستي بین الافغاني مذاکرات پيل شوي واي، خو د اشرف غني له لوري د بندیانو د خلاصون په وړاندې خنډونه جوړول او له عبدالله سره د نوموړي ټاکنیز جنجالونه ددې لامل شول، چې بین الافغاني مذاکرات یوې نامعلومې مودې ته ولاړ شي.

بل لور ته ارګ لا هم نه دی توانېدلی، له سیاسیونو او د حکومت له نورو جزونو سره خپل اختلافات حل او د یوه ټولمنلي مذاکراتي ټیم جوړښت ته لاره پرانېزي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x