افغانستاند سولې څارسولې اړوند خبرونه

په يوه وخت دوه ولسمشران؛ د دولتي چارو سربېره د سولې بهیر هم له خنډ او ځنډ سره مخ دی

نن ټکی اسيا (شنبه، ۲وری، ۱۳۹۹ل): په افغانستان کې د دوو ولسمشرانو له امله نه يوازې دولتي چارې په ټپه ولاړې دي، بلکې د جګړه ځپلي ولس ژوند نور هم له ستونزو او ګواښونو سره مخ شوی دی.

د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسليک شوی او تر دې وروسته بايد د مارچ په لسمه بین الافغاني خبرې پيل شوې وای، خو تر اوسه نه يوازې بین الافغاني خبرې نه دي پيل شوي، بلکې د دې خبرو لپاره د باور فضا رامنځته کولو په موخه د پنځو زرو طالب بنديانو د خوشې کولو بهير هم نه دی پيل شوی.

داسې رپوټونه ترلاسه شوي، چې د افغانستان سولې او پخلاينې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د اشرف غني او عبدالله ترمنځ د جوړجاړي هڅې پيل کړي، چې دواړه په ګډ حکومت راضي کړي او شته بحران پای ته ورسيږي.

د شته سياسي بحران له امله اشرف غني او عبدالله دواړه خپله خپله کابينه نه شي اعلانوی او نه هم يو بل ته د کار کولو اجازه ورکوي.

د چارو کارپوهان وايي، د دې بحران له امله د عامو خلکو ژوند له ستونزو سره مخ دی او همدارنګه يې بین الافغاني ممکنه خبرې هم له خنډ او ځنډ سره مخ کړي دي.

د چارو کارپوه حسين ياسا وايي، عبدالله عبدالله په احتجاجي توګه د ولسمشرۍ لوړه کړې او هغه مخکې هم پر دې باور و، چې ټاکنې دې وځنډول شي، د سولې خبرې دې وشي او تر هغو دې روان ګډ حکومت دوام وکړي.

خلیلزاد تېره ورځ هم په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، چې افغان سياسي مشران دې د يوه ټولشموله حکومت لپاره اتفاق وکړي او روان سياسي بحران دې پای ته ورسوي.

خلیلزاد زياته کړې وه، چې سياسي مشران بايد د سولې بهير د کاميابۍ لپاره ګامونه پورته کړي او له طالبانو سره په ګډه په افغانستان کې د کرونا ويروس د مخينيوي لپاره کار وکړي.

ډيپلوماټيکې سرچينې وايي، خلیلزاد د غني او عبدالله ترمنځ د جوړجاړي هڅې پيل کړي او کېدای شي په لنډ وخت کې دواړه لوري په ګډ حکومت راضي کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

These games of 2 presidents are being promoted to trap Taliban and divert the attention and determination of Afghans away from the real issues.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x