نړۍ

ايران: پر کرونا اخته افغان کډوالو ته د درملنې اجازه نه ورکول کيږي

نن ټکی اسيا (شنبه، ۲وری، ۱۳۹۹ل): ګڼ شمېر ايران مېشتي افغان کډوال شکايت کوي، چې د ايران حکومت هغو افغانانو ته د درملنې اجازه نه ورکوي، چې په کرونا ويروس اخته شوي وي.

له تېرو څو ورځو راهيسې ایران مېشتي افغان کډوال وايي، د دغه هېواد روغتونونه د افغان کډوالو درملنه کوي.

که څه هم طالبانو وړمه ورځ له ایراني حکومته غوښتي وو، چې د کرونا ويروس له امله باید له افغان کډوالو سره دوه ګونی چلند ونه شي او ويلي يې و، چې په دې اړه به له ایراني چارواکو سره اړيکه ونیسي، خو د کابل حکومت دواړو مشرانو اشرف غني او عبدالله تر اوسه په دې اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

ایران يو له هغو هېوادونو څخه دی، چې د کرونا ويروس مثبتې پېښې کې زياتې دي او تر پرون جمعې پورې په کې د کرونا مثبتې پېښې څوارلس زرو ته رسېدلي او تر اوسه په کې ۱۲۳۷ تنه له دې ناروغۍ مړه شوي دي.

په ټولنيزو شبکو کې ایران مېشتو افغان کډوالو ويلي، دوی په ایران کې بند پاتې دي او له دوی سره داسې ظلمونه روان دي، چې د زکام له امله هم روغتون ته ولاړ شي، ډاکټر د زهرو ستن ورکوي او وژني يې.

په ایران کې د کابل حکومت سفير عبدالغفور لېوال ويلي، داسې راپورونه او شکايتونه دوی ته هم رسېدلي، خو لا هم دوی د داسې پېښو په کره والي نه دي توانيدلي او په دې اړه له ایراني چارواکو سره په اړيکه کې دي.

په افغانستان کې تر اوسه د کرونا ۲۲ مثبتې پېښې رامنځته شوي او تر ټولو ستر لامل يې له ایرانه راستانه شوي کډوال دي.

د رپوټونو له مخې نږدې هره ورځ لس زره افغان کډوال له ایرانه راستنيږي او ښايي دې سره په هېواد کې د کرونا پېښې نورې هم زیاتې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x