روغتیانړۍ

کرونا ويروس؛ په نړۍ کې د مړو شمېر له يوولس زرو اوښتی

نن ټکی اسيا (شنبه، ۲وری، ۱۳۹۹ل): په ټوله نړۍ کې د کرونا ويروس له امله د مړو شمېر له يوولس زرو اوښتی، چې له پنځو زرو زيات يې په اروپا کې دي.

سره له دې، چې په ايټاليا، اسپانيا، امريکا، فرانسې، ایران او يو شمېر نورو هېوادونو کې کې د کرونا ويروس د خپرېدو له وېرې د ژوند چارې اغېزمنې شوي او ډېری خلک په عامونو ځايونو کې له ګرځېدو ډډه کوي، خو لا هم په نړۍ کې د دې ويروس د مخنيوي نښې نه ليدل کيږي.

د يوولس زرو مړو شوو کسانو له ډلې ډېری يې په ايټاليا، چين، اسپانيا، ايران، فرانسې او متحده ايالتونو کې دي او په ټوله نړۍ کې د کرونا له امله د اغېزمنو کسانو شمېر ۲۷۲ زرو ته رسېدلی دی.

په عربي هېوادونو کې هم د کرونا ويروس سلګونه پېښې شوي دي.

د سعودي روغتيا وزارت وايي، اويا کسان نور هم پر کرونا ويروس اخته شوي، چې دې سره يې د ټولو کرونا ناروغانو شمېر ۳۴۴ ته ورسېد او اته کسان بېرته جوړ شوي دي.

همدارنګه په کويت، قطر، مصر، تونس، لبنان او يو شمېر نورو عربي هېوادونو کې هم د کرونا ويروس سلګونه پېښې شوي دي.

په ايران کې پر کرونا ويروس د اخته ناروغانو شمېر څوارلس زرو او د مړو هغو شمېر ۱۲۳۷ ته رسېدلی دی.

په اسپانيا کې بيا پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر له شلو زرو اوښتی او تر اوسه په کې ۱۰۴۲ کسان مړه شوي دي.

په ايټاليا کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر له ۴۷ زرو اوښتی او له دې ويروسه د مړو شوو کسانو شمېر څلور زورو ته رسېدلی دی.

په چين کې دا ويروس تر ډېره کنټرول شوی او د نوو پېښو په اړه کوم راپور نه دی ترلاسه شوی.

په افغانستان کې د کرونا ویروس ۲۲ مثبتې پېښې شوي، خو پاکستان کې د کرونا مثبتې پېښې تر پنځو سوو زياتې شوي او تر اوسه يې له امله درې تنه مړه شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x