نظــر

د الله نصرت/ حفيظ الدين پيرزاده

حفيظ الدين پيرزاده

د الله عزوجل نصرت د فتحې پر مھال راځي.

د قرانکریم په متعددو ځایونو کې د مومنانو د نصرت لپارہ د ملائکو د فوځونو د را کوزیدو ذکر شوی.

خو کله د الله نصرت د مومنانو ټولي ته د داسې شرایطو پر برابریدلو باندې متکې وي چې ټول حالات یې په گټه څرخي!

دا نصرت باید له نښو نښانو وپیژندل شي:
د کفارو خبرو ته حاضریدل
د اور کم بریالي کیدل
د توافقنامې لاسلیکیدل
د بندیانو د خوشې کیدو د پروسې پیلیدل

د کابل ادارې د گوډاگیانو خپلمنځي کشمکش اوج ته رسیدل او نورې داسې نښې نښانې را ظاھریدل پخپله د اسماني نصرت بشارت دی.

دغه مھال د الله دربار ته د لاس لپه کولو، عذر او زارۍ کولو د نور نصرت د التجا، خشوع او خضوع کولو او پخپل دریځ د استقامت د دعا غوښتلو دی!

په مبارزہ او مقاومت کې ھمدا حالت تر ټولو سخته مرحله او د اللھي ازمایښت خورا نازک پړ‎او دی!

دا مھال د مقاومت پر مشرانو د نعمتونو باران وي، د غوړ‎ لستوڼي نوي متملق ملگري ترې را تاو وي، ھر سالم او ناسالم اقدام ته یې توجیھات لټول کیږ‎ي.

د نعمتونو ډیرښت، د چاپلوسانو توجیھات او د نفس غرور مشران په داسې یوہ مرض مبتلا کوي چې بیا د رښتینو ملگرو نیکو مشورو ته د شک او تردید په سترگه کتل کیږ‎ي.

که د وخت او شرایطو مطابق ھر څومرہ قیمتي مشورہ ورکړ‎ل شي، ځواب یې وي: داسې مشورې پخوا ھم راکړ‎ل شوي، اوس یې وخت نه دی، ته دې ھم مشورہ د نورو مشورو په انبار کې کیږ‎دہ، چې وخت یې راغی، بیا به گورو!

دغه مھال مشران فکر کوي دا ھر څه د ھغوی د لیډر شپ او زعامت پر مټ تر سرہ کیږ‎ي، د الله نصرت یې ھیر شي او په زړ‎ہ کې یې شیطان د تکبر او غرور ځاله ورجوړ‎ہ کړ‎ي!

امام ابو داود رحمه الله په خپل سنن کې د ابوھریرة رضی الله عنه څخه یو قدسي حدیث روایت کړ‎ی چې الله عزوجل تکبر خپل څادر یاد کړ‎ی او فرمایلي یې دي: الْكِبْرِيَاءُ رِدَائِي، وَالْعَظَمَةُ إِزَارِي ، فَمَنْ نَازَعَنِي وَاحِدًا مِنْهُمَا، قَذَفْتُهُ فِي النَّارِ.

الله عزوجل د انسان ډیرې خطاوې بښي خو غرور او تکبر چې د الله عزوجل له صفاتو څخه دي، په ھیڅ صورت نه برداشت کوي او نه یې بښي.

ښائي لامل یې ھم دا وي چې د الله جل شانه څادر پر اوږ‎ہ اچول د خفي شرک یوہ نوعه دہ او الله تعالی ځان سرہ نه پخپل ذات او نه په صفاتو کې شریک مني!

موږ‎ د تاریخ په پاڼو کې لوستي چې ډیر ستر اصلاحي تحریکونه، مقاومتونه او د مبارزې سنگرونه د دښمن گوزارونو نه، بلکې د مشرانو بې ځایه کلانکاری، ځان پر نورو لوړ‎ حسابول، غرور او تکبر د زوال کندې ته ټیل وھلي.

نو د الدین النصیحة مبارک حدیث په حکم، ھیله مې دا دہ چې د اوسني مقاومت مشران تر ھر څه زیات ھمدې باریکی ته پام وکړ‎ي!

دا ھیر نه کړ‎ي چې اوسنۍ دیپلوماتیکې بریاوې د دوی د ذاتي اوصافو پر مټ نه دي تر لاسه شوي بلکې دا ھر څه د الله عزوجل په خاص لطف او مرحمت گټل شوي!

کیسه د ابابیل او ابرھه دلته تکرار شوہ
که نه چرته دا خړ‎ طالب له زورہ د ناټو دی
________

حفیظ الدین پیرزادہ
د مارچ ۱۸/ ۲۰۲۰ م
ستاکھولم سویدن

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
2 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Seaad
میلمه
Seaad

صاحېبه
په ږوند او قلم دې برکت سه
او الله ج
دې زمونږ مشران ده نفس شېطان او هر مخلوق له شره وساتې
امېن

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

سخته غولوونکې لیکنه ده. په خلګو د منطق او واقعیت او حقیقت منل هم ځانته مقررات او قواعد لری.
د روان اتلس کلن ناورین د نورو برخو د ترخې څېړنی به تېر سو، همدا تېره ورځ ( د کال په لومړۍ ورځ) په زابل کی د شلو دېرشو ګُلالی ځوانانو ظالمانه وژنه به د استعمار او امپریالیزم او طالبی تحجر تر منځ د یوې مکروه او پلیدی نکاح د خواګرځنی نندارې یوه خیرنه هنداره وی.

پتنګ
میلمه
پتنګ

افغان چې يوارې چټل او په یوه فاسده ایدیالوګې ککړ شي بیا ددې قدرت نلري چې خپل ځان ترې وژغوري ! یووار چپ تر قیامته چپ خو نامردانه په مړو ستر ګو دخپل طبقاتي دښمن کاسې په غربي نړۍ کې څټي ؟ زه ددې اشخاصو پهخلاقت او استعداد باندې شک لرمه خو دشیطاني لټي ، پوچ مغزي او پرازیتي ژوند په مسیر کې یې هیڅ شک نلرمه !!
لانت په خلق ، پرچم ، افغان ملت او هغوی چې له پردي استعداد او خلاقیت څخه غلا وې کوي!

پتنګ
میلمه
پتنګ

قوانین او مقررات د مشاهد او کتونکي له سیاسي نظر سره مستقیم متناسب وی! چپیان او لیبرال دیموکراتان بل نظر لري ، خپلې خود خواه او ایدیالو ژیکي ګټې یې په ړندو سترګو په مغزو کې نیولې وي !! که له خود خواهي سړی تیر شي او خپل نبوغ ،لارلید متناسب ارزیابی کړي هره خوابه ګټه ترې واخلي !!

Back to top button
Close
Close