افغانستانسولې اړوند خبرونه

له کورونا سره د مبارزې په موخه امریکا افغان زندانیانو ته اړین توکي ویشي

نن ټکی اسيا (شنبه، ۲وری، ۱۳۹۹ل):په کابل کې د امریکا سفارت وايي، له کورونا سره د مبارزې په موخه د افغان حکومت په زندانونو کې اړین توکي ویشي.

د امریکا سفارت په همدې تړاو په ټويټر لیکلي، چې کرونا هر څوک اغېزمن کولای شي؛ نو ځکه دوی د افغان حکومت ترو اک لاندې زندانونو ته ماسکونه، دستکش او د میکروبونو  ضد توکي لېږي، تر څود زندانیانو صحت ته پام شوی وي.

د امریکا سفارت داسې مهال زندانونو ته د اړینو روغتیايي توکو د لېږدولو پرېکړه کوي، چې په هیواد کې د کورونا ویروس له خپرېدو سره هم مهاله افغانان په زندانونو کې د بندیانو د روغتیا په اړه اندېښنې زیاتې شوې.

طالب او حکومت دواړو د خپلو، خپلو زندانیانو په اړه اندېښنه ښودلې او د هغوی روغتیا ته یې د پاملرنې غږ کړی.

بل لور ته په زندانونو کې د کورونا د خپرېدو اندېښنې داسې مهال زیاتېږي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي توافق په بنسټ باید د مارچ تر لسمې نېټې پنځه زره طالب او زر تنه حکومتي بندیان خلاص شوي وای؛ خو اشرف غني ددې کار مخه ونیوله.

څو ورځې وړاندې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» په خپل ټويټر ولیکل، چې د کورونا اندېښنې دا ایجابوي، چې د بندیانو د خلاصون پروسه چټکه او عاجله شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x