افغانستان

د يوناما مشر: د بشپړ ثبات او سولې په هيله له افغانستانه ځم

نن ټکی اسيا (شنبه، ۲وری، ۱۳۹۹ل): افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سياسي استازولۍ دفتر «يوناما» مشر تاداميچي ياماموتو په افغانستان کې د خپل پنځه کلن ماموريت په وروستۍ ورځ په کابل کې خبريالانو ته وويل، چې د بشپړ امنيت او سولې راتلو په هيله له افغانستانه ځي.

ښاغلي ياماموتو وويل، چې ۲۰۲۰ کال به د ميليونونو افغانانو لپاره د سولې او ثبات زېری ولري، خو لا هم ځينې مهمې ستونزې شته، چې افغانان يې باید پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي او شته ستونزې له منځه يوسي.

د يوناما مشر زياته کړې، چې ملګري ملتونه له افغان ولس سره په ګډه هلې ځلې کوي، تر څو افغانستان د تلپاتې سولې او ثبات خاوند شي.

تداميچي ياماموتو په افغانستان کې د خپل پنځه کلن ماموريت له امله له خپلو افغان همکارانو مننه کړې او دا يې يو ستر وياړ بللی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمبل

مرغ کم ګ… کم .

عظیمی

دا ټوله د امریکا تالی څټی دی. ټوله شف شف لری مګر یو یی هم حقیقت (شفتالو) نه وایی. چه په اول قدم کی امریکا او دده خارجی متحدین او بیا دغه د افغانانو وینه زبږونکه د کابل نیمه نیمه اداری په افغانستان کی یی د صلح د راتګ مخه ډب کړی ده. او هره ورځ د لسهاوو انسانانو وینه که طالبان دی او یا هم د غلامی اداری خدمتګاران دی ، تویږی. د افغانانونه وینه دوي ته د ماش په اندازه ارزښت نه لری په مقایسه د دوی د نوم او ګټی. بیشریف غنی نن د زابل په عسکرو… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x