روغتیا

د کرونا ناورین او نوې هیلې!

ډاکټر انتظار احمد همدرد

د غه نوی ښکاره شوې ویروس تراوسه په میلیونونو انسانان یې په کورونو کې قرنطین کړي.

ساینسپوهان نوي او هیله بخښونکې خبرې کوي، د اسټرالیا د پیټر ډارکیټي څیړنیز لابراتوارونو متخصین خبر ورکړي چې دوی په دې توانیدلي چې دا کشف کړي.

چې څنګه د انسان د بدن معافیت سیسټم د کرونا یا کوید ۱۹ په مقابل کې غبرګون ښیې ، ددوی څیړنې ښیې چې له کرونا څخه رغیدل د انفلوانزا یا زکام څخه د ښه کیدلو په څېر دي، یا په لنډ ډول کله چې د انسان بدن معافیت سیستم قوي کیږي ویروس ته اجازه نه ورکوي چې نور په بدن کې پاتې شي او ناروغ د ښه کیدلو خواته روان وي!

د انسان د بدن معافیت په دوولارو پورته ځي چې په پورتنۍ څیړنه کې یې یادونه هم شوې.

لومړی: په بدن کې د ټي لمفوسایټونه هڅه کوي چې په ویروس ککړې حجرې له مینځه یوسي.

دوهم: انټي باډي یا د بدن ساتونکې حجرې راځي او ویروس پورې ځان نښلوي او د هغه د له مینځه وړلو هڅه کوي.

بل خوا د امریکې ساینسپوهان د ددې ویروس ضد واکسین تولید او ان په ازمایښتې ډول یې په انسانانو هم وازمویل ، تر څو ورستۍ پایلې ترلاسه شي!

که څه هم تراوسه په نړۍ کې ۴ لوی څیړنیر لابراتوارونه په موازي ډول بوخت دي تر څو ددې ویروس په ضد داسې واکسین جوړ کړي چې جانبي عوارض له ځانه سره ونه لري او ددغه ویروس په له مینځه وړلو کې بشپړه ونډه واخلي !.

د سانتیاګو واکسین جوړولو لابراتوار یو له هغو څخه دی ، چیني ساینسپوهانو د کرونا ویروس د ډي ان ای جوړښت دغه مرکز ته ورکړي او هغوی هم په دې هڅه کې دی چې واکسین رامنځته کړي ، که څه هم د واکسین جوړونه کلونه په بر کې نیسي مګر ددغې لابراتور کارکونکې وایي : په نږدې میاشتو کې به ددې ویروس کامل واکسین نړۍ ته وپیژنو.

دا چې دغه ویروس زکام ته ورته دی نو ساینسپوهانو د زکام ضد واکسین ناروغانو ته وکارول مګر له بده مرغه هیڅ ګټه یې نه ده کړې بلکې ځینې ناروغان یې د خطر سره مخ کړي !

داچې څومره وخت نور به په برکې ونیسي چې ددې ویروس واکسین نړۍ ته وړاندې شي مستقیما د ساینسپوهانو کار او زیار پورې تړاو لري !

د نړۍ ډیری هیوادونه په دې هڅه کې دي چې ددې ناورین په له مینځه وړلو کې په ګډه سره کار وکړي.

له بلې خوا ټولې هغه څیړنې چې په دې هکله شوي تر ټولو اسانه او ګټوره لاره یې همدا دی چې د خپل ځان، ځای او استوګنې پاکوالۍ ته جدي پاملرنه وکړئ ، لاسونه مو منظم پریمنځئ او له ناروغو کسانو څخه واټن واخلئ !

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

د ګران ورور ډاکټر صاحب همدرد د معلوماتی لیکنی څخه په مننی سره، هیله ده چی د کرونا وبا د بشر له لمنی او غاړی څخه لاس واخلی. که د کرونا ویروس له لابراتورونو څخه د یوې وژونکی وسلې پتوګه بشری ټولنی ته را خوشی سوی وی نو د متمدن! بشر د اخلاقی سقوط او ضعف نخښه به وی او که په عادی او طبیعی توګه زموږ میلمه سوی وی نو بیا هم د هغه په وړاندی د ضد ویروس او اغیزمنی مبارزې نه بریالیتوب د علمی بشر د ناتوانۍ نخښه ده چی ممکن کومه ورځ دا مبارزه بریالۍ او… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x