افغانستان

ديني عالم مولوي نور پاچا حماد په کابل ښار کې ووژل شو

نن ټکی اسيا (شنبه، ۲وری، ۱۳۹۹ل): د کابل ښار پنځمې حوزې اړوند خوشحال خان سيمه کې يو ديني عالم مولوي نور پاچا حماد د نامعلومو وسله والو په برید کې ووژل شو.

د کورنيو چارو وزارت تاييد کړې، چې مولوي حماد په خوشحال خان سيمه کې د نامعلومو وسله والو له لوري وژل شوی، خو په دې اړه يې نور جزئيات نه دي ورکړي.

د پېښې مسؤوليت تر اوسه چا نه دی منلی.

د يادونې وړ ده، چې له تېرې اوږدې مودې راهيسې په کابل ښار کې مرموزې وژنې روانې دي او ګڼ شمېر ديني علما هم په دې بریدونو کې وژل شوي، خو حکومت تر اوسه د داسې پېښو په مخنيوي نه دی توانېدلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

انا لله و انا اليه راجعون.
دا ملا كشى به تر هغه نه ختميدونكى شكارى، چى ملاكش كشى شروع نه شي!!!
نبى كريم صلى الله عليه وسلم فرمايي چى الله تعالى ظالم او ظلم منونكى دواره نه خوشوى.

مجاهد

خپله د دغسی غلامانو مشر بادار ( ترمپ ) وفرمایل چه طالبان د ازادی د پاره حنګیږی او پیاوړی خلک دی تاسی کولای شی د هغه دغه وینا پیدا کړی . په داسی حال کی چه ترمپ وایی طالبان ( رستونی افغانان ) د ازادی د پاره جنګیږی دا معنی چه دا هیواد اشغال شوی ، دوهمه خبره کی یی افغانان پیاوړی یا ګټونکی یاد کړی دا معنی چه د قطر معاهده د دوحی یا د فغانستان د فتحی او د الهی نظام قایمولو معاهده وه لکه حدیبه معاهدی په مت چه مکه فتحه او الهی نظام پلی شو. دغه… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x