افغانستان

تهران کې د کابل سفیر: ایران په کورونا ناروغۍ د اخته افغان کډوالو  شمېرې نه راکوي

نن ټکی اسيا (شنبه، ۲وری، ۱۳۹۹ل):  په ایران کې د کابل حکومت سفیر وایي، له مسلسلو هڅو او غوښتنو سره، سره نه دی توانېدلی له ایراني چارواکو څخه د هغو افغان کډوالو شمېرې تر لاسه کړې، چې په ایران کې په کورونا ناروغۍ باندې اخته شوي.

عبدالغفور لېوال د بي بي سي له فارسي څانګې سره په خپلو خبرو کې ویلي، چې ده مکررې هڅې کړې، له ایراني چارواکو څخه په کورونا ناروغۍ باندې د اخته او یا ددې ناروغۍ له امله د وژل شویو کسانو تقریبې یا کره شمېرې تر لاسه کړي؛ خو لا هم نه دی توانېدلی.

لیوال زیاتوي، چې له ایراني چارواکو سره یې هغه اندېښنې شریکې کړې، چې ښيي، په دې هیواد کې په کورونا د اخته   افغان کډوالو درملنه نه کېږي، خو دده په قول، ایراني چارواکو ورته ددې ډول پېښو د نشتون ډاډ ورکړی.

د نوموړي په خبره، که چېرې په ایران کې کوم افغان کډوال په روغتون کې د درملنې لپاره نه منل کېږي، هغوی دې په مستند ډول دا پېښه له سفارت سره شریکه کړي، څو دوی یې له ایراني چارواکو ځواب غواړي.

لېوال له دې سره، سره یاده کړې، چې څو ځله یې ایراني چارواکو ته د افغان کډوالو د ډله ییزو ایستلو په تړاو رسمي لیکونه ورلېږلي، خو لا یې هم ځواب نه دی ترلاسه کړی.

ایران د افغانستان په ګاونډ کې یو له هغو هیوادونو دی، چې کورونا ویروس په چټکۍ پکې خپرېږي او ویل کېږي، هلته د ایرانیانو تر څنګ ګڼ شمېر افغان کډوال هم په دې وژونکې ویروس ککړ دي.

ټولنیزو رسنیو ته په یو شمېر راوتلو غږیږو او ویډيویي پيغامونو کې ایران کې مېشت افغان کډوال ادعا کوي، چې دوی د عادي ناروغي په مهال د ایراني چارواکو له لوري ځورول کېږي او حتی ډېری یې په کورونا باندې د ککړتیا په شک وژل شوي هم دي.

په تهران کې د کابل له سفیر وړاندې طالبانو د یوې اعلامیې له لارې په ایران غږ کړی وو، څو هلته له مېشتو افغان کډوالو سره د «اسلامي اخوت» په اساس چلند وکړي او د هغوی ستونزو ته پام واړوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx