افغانستاند سولې څارسولې اړوند خبرونه

حکومت لا هم د بین الافغاني خبرو لپاره پلاوی نه دی ټاکلی

نن ټکی اسيا (یکشنبه، ۳ وری، ۱۳۹۹ل): د امريکا او طالبانو له هوکړې وروسته د بین الافغاني خبرو د ټاکل شوې نېټې لسم مارچ څخه ديارلس ورځې تېرې شوې، خو حکومت لا هم د بین الافغاني خبرو لپاره پلاوی نه دی ټاکلی او تر اوسه د پنځو زرو طالب بنديانو د خوشې کولو څه معلومات هم نشته.

د امريکا او طالبانو په لاسليک شوې هوکړه کې راغلي، چې د مارچ په لسمه به بین الافغاني خبرې پيليږي، خو د دې خبرو د پيل لپاره د باور جوړولو په موخه بايد پنځه زره پنځه زره طالب بنديان خوشې شوی وای، خو تر اوسه دا ګامونه نه دي اخيستل شوي.

د چارو کارپوهان وايي، حکومت لا هم د بین الافغاني خبرو پر وړاندې بهانې لټوي.

د چارو کارپوه او د پوهنتون استاد فضل هادي وزين ويلي، حکومت په بېلابېل بهانو د بین الافغاني خبرو د ځنډولو هڅې کوي او مخکې يې بهانه د بنديانو د دوسيو څېړل بلل، خو وايي، چې د کرونا ويروس له امله بايد دا خبرې وځنډول شي.

طالبان هم وايي، د دوی بنديانو د نه خوشې کولو له امله د خپلمنځي خبرو پر وړاندې خنډونه رامنځته کيږي او په دې اړه يې امريکا ته د ملامتيا ګوته نيولې ده.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد سهيل شاهين ويلي، امريکا له دوی سره ژمنه کړې، چې له بین الافغاني خبرو مخکې به د دوی پنځه زره بنديان خوشې شي.

د افغانستان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وړمه ورځ کابل ته په راسېدو ويلي و، چې نور د بنديانو د خوشې کولو وخت رارسېدلی دی.

ډيپلوماټيکې سرچينې وايي، امريکا هڅه کوي، له بین الافغاني خبرو مخکې د اشرف غني او عبدالله ترمنځ جوړجاړی وکړي او دواړه لوري په ګډ حکومت راضي کړي او تر هغه وروسته بین الافغاني خبرې پيل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x