روغتیانړۍ

خیبر پښتونخوا: حکومت هوټلونه او بازارونه بندوي

نن ټکی اسيا (یکشنبه، ۳ وری، ۱۳۹۹ل): په پاکستان کې د کرونا ويروس د خپرېدو له وېرې د خیبر پښتونخوا ايالتي حکومت پرېکړه کړې، چې سر له ننه به ټوله خیبر پښتونخوا کې مارکيټونه، بازارونه او هوټلونه د سهار له نهو بجو بنديږي، خو د خوراکي توکو دوکانونه، د تېلو پمپونه، نانوايان او مستري خانې خپل کار ته دوام ورکولی شي.

د پښتونخوا سربېره په پلازمېنې اسلام اباد کې هم ۱۴۴ ماده نافذه شوې، هېڅوک غونډې نه شي کولی او حکومت د بازارونو او هوټلونو د بندولو پرېکړه کړې ده.

پنجاب ايالت کې هم د دوو ورځو لپاره هوټلونه، د ګڼې ګوڼې ځايونه او پارکونه تړول شوي دي.

پاکستان کې د کرونا ويروس د مثبتو پېښو شمېر ۶۴۵ ته رسېدلی، چې تر اوسه په کې درې تنه مړه شوي دي.

په سند ايالت کې ۲۹۲، پنجاب کې ۱۵۲، بلوچستان کې ۱۰۴، خيبر پښتونخوا کې ۳۱، ګيلګت بلتستان کې ۵۵، ازاد کشمير کې ۱ او پلازمېنې اسلام اباد کې ۱۰ مثبتې پېښې شوي او تر اوسه پنځه تنه بېرته روغ شوي دي.

دې سربېره د پاکستان مرکزي حکومت پرېکړه کړې، چې تر راتلونکي اپرېل مياشت پورې له بهرنيو هېوادونو سره ټول پروزاونه وځنډوي او همدارنګه يې له افغانستان او ایران سره هم ټولې لارې او پولې تړلي دي.

په ټوله نړۍ کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۷۲ زرو ته رسېدلی او د مړو له دولس زرو اوښتی دی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close