افغانستان

بغلان کې دوه ویشت دولتي کارکوونکي له طالبانو سره یو ځای شوي

نن ټکی اسيا (یکشنبه، ۳وری، ۱۳۹۹ل): د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې دوه ویشت تنه حکومتي کارکوونکو دولتي لیکې پرېښي او طالبانو ته ورغلي.

د طالبانو له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي «د دعوت او ارشاد کمیسیون د مسؤلینو په زیار او د سیمې د مجاهدینو په همکاري د مزدور رژیم ۲۸ عسکر، پولیس، اربکیان او نور له مجاهدینو سره یو ځای شول.»

خبرپاڼه کې وړاندې د تسلیم شویو کسانو بشپړ شهرت خپور شوی او تر څنګ یې زیاته شوې «راغلو کسانو په خپلو تیرو اعمالو د پښیمانتیا ترڅنګ کلکه ژمنه وکړه چي راتلونکي کي به د کابل په ګوډاګۍ اداره کې هیڅ ډول فعالیت نه کوي او په نورو عسکرو يې هم غږ وکړ چې له جګړي لاس واخلي او د اسلامي نظام د جوړښت په لاره کې خنډ نشي.»

یاده دې وي، چې په دې وروستیو کې له حکومتي لیکو څخه طالبانو ته د ورتلونکو کارمندانو شمېر په بېساري ډول زیات شوی.

د تسلیمېدونکو کسانو شمېره داسې مهال مخ په لوړه ځي، چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو د تړون له لاسلیک وروسته د طالبانو مشر د یوې اعلامیې له لارې عمومي عفوه اعلان کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x