افغانستان

کندز کې بمبار یوولس ملکي وګړي وژلي

نن ټکی اسيا (یکشنبه، ۳وری، ۱۳۹۹ل): د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې بمبار د ښځو او ماشومانو په ګډون یوولس تنه ملکي وګړي وژلي.

د پېښې له ځایه په خپرو شویو راپورونو کې راغلي، چې تېره شپه د امام صاحب ولسوالۍ په یکه توت سیمه کې  د الوتکو بمبار د «عبدالرشید» په نوم د یوه ملکی کس کور بشپړ ویجاړ کړی او په پایله کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون یوولس تنه وژل شوي.

ملکي وګړي داسې مهال د ړندو بمباریو هدف ګرځول کېږي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د بهرنیانو د وتلو له تړون سره هم مهاله سولې او ارامي ته د افغانانو هیلې تر بل هر وخت زیاتې شوې.

بل لور ته د ملکي وګړو پر کورونو بریدونه داسې مهال دي، چې حکومت او بهرنیان په پرلپسې ډول له طالبانو د اورکم او اوربند هیلې لري.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close