افغانستان

طالبان: ترانسپورتي شرکتونه دې په مسافرو بیعې نه لوړوي، کنې قانوني چلند به ورسره وشي

نن ټکی اسيا (یکشنبه، ۳وری، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې، چې له یو شمېر ګاونډیو هیوادونو څخه ګڼ شمېر کډوالو بیرته خپل هیواد ته مخه کړې او دلته ځینو ترانسپورتي شرکتونو ورباندې بیعې لوړې کړي، طالبانو یې په اړه اعلامیه خپره کړې او له ترانسپورتي شرکتونو یې غوښتي، چې بیعې لوړې نکړي.

د طالبانو د سمع شکاياتو او ملکي تلفاتو د مخنيوي کميسيون له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې هیواد ته راګرځېدونکي کډوال په لویو لارو باندې له ګڼو ستونزو سره مخ دي، نو ځکه ترانسپورتي شرکتونو ته ښایي، مسافرو ته د سفر ټولې اسانتیاوې برابرې کړي، لګښتونه ورته کم او یا هم په پخواني حالت برقراره وساتي.

خبرپاڼه کې زیاته شوې،  دوی ته د ځینو مسافرو له لوري شکایت شوی، چې ترانسپورتي شرکتونه بیعي لوړوي او یا هم د چوکیو تر تعداد زیات مسافر ورسره اخلي، چې د طالبانو په خبره « په همدې اساس ياد کميسيون غوښتنه کوي، چې ټول شرکتونه له داشان کړنو څخه ډ ډه وکړي، کنه له قانوني چلند سره به مخ شي او مسئوليت به يې په خپله غاړه وي.»

طالبانو ددې تر څنګ ټولو مسافرو ته ډاډ ورکړی، چې د ستونزو په وخت کې به یې په سیمه کې موجود مسئولین مرسته او همکاري کوي.

یاده دې وي، چې په نړۍ او د افغانستان په ګاونډ کې د کورونا ناروغي له خپرېدو سره هم مهاله افغانستان ته د راستنېدونکو کډوالو شمېر په بېساري ډول زیات شوی، هره ورځ لسګونه زره هیوادوال له ایران او نورو ګاونډیو هیوادونو څخه خپل ټاټوبي ته راستنېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x